د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن او د ناټو له عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره لیدلي دي. د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر امنیتي وضعیت او سولې پروسې مفصلې خبرې اترې کړې دي.