خبرهای مرتبط

جمع

تاکید سازمان همکاری اسلامی بر حق تحصیل زنان و دختران و ایجاد دولت فراگیر در افغانستان

پانزدهمین اجلاس سران کشورهای عضو سازمان همکاری اسلامی با...

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

ولسي جرګې ته صالح او محب نه حاضرېدل او د وکیلانو جدي غبرګون

د افغانستان ولسي جرګې د ورستیو امنیتي پېښو په تړاو د ولسمشر لومړي مرستیال او ملي امنیت سالاکار په ګډون پرون شنبه دې جرګې ته لوړپوړي امنیتي مسوولین وربللي وو. د امنیتي بنسټونو مشرانو له رسنیو پټ د وروستیو پېښو په اړه جرګې ته ځينې معلومات ورکړل، خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او ملی امنیت شورا سلاکار حمد الله محب نه ورتګ د جرګې د غړو تر منځ سختې نیوکې او غبرګونونه راپارول.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او ملي امنیت شورا دفترونو ویلي، دوی له رسمي تشریفاتو سره یوازې په استماعیه غونډو کې ګډون ته حاضر دي. خو جرګې ویلي، په کابل بوهنتون او کوثر روزنیز مرکز د بریدونو له کبله ټول امنیتي مشران پړه دي چې باید ځواب ورکولو ته حاضر شي.

د ولسي جرګې د شنبې ورځې ځانګړي غونډه د ولسمشر لومړي مرستیال، د ملي امنیت شورا سالاکار، د دفاع او کورینو چارو وزارتونو چارسمبالو په ګډون د ملي امنیت عمومي رییس استجواب ته ځانګړي شوي وه. خو لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړې وه.

ولسي جرګې تېره اونۍ پرېکړه کړې وه چې په کابل کې د خونړیو بریدونو د دوام او څرنګوالي په تړاو به لوړ پوړي امنیتي چارواکي استجوابیه غونډې ته وربولي. په کابل پوهنتون د تېرې اونۍ برید او له هغې مخکې په کوثر رونیز مرکز حملې چې یو شمېر کسان په کې ووژل شول د ولسي جرګې د ډېرو غړو په اند هغه حملې دي چې د دوی په وینا په اړه یې باید ولس ته وضاحت ورکړل شي.

د ولسي جرګې غړي وږمې صافۍ د امرالله صالح او حمد الله محب پر نه ورتګ د نیوکې تر څنګ دوی د یوه بل په کارونو کې پر لاسوهنې او ولسي جرګې ته په درناوي نه کولو تورن کړل. په پلازمېنه کابل کې د امنیتي او جرمي پېښو له ډېرېدو وروسته نږدې دری اونۍ وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح اعلان وکړ چې د ولسمشر غني په لارښونه دی د کابل امنیتي مسولیت په غاړه اخلي.

د ولسي جرګې نننۍ ځانګړي غونډه د ولسمشر لومړي مرستیال، د ملي امنیت شورا سالاکار، د دفاع او کورینو چارو وزارتونو چارسمبالو په ګډون د ملي امنیت عمومي رییس استجواب ته ځانګړي شوي وه. د ولسي جرګې ځينې نورو غړو د وروستیو امنینتي پېښو په تړاو د دوی په وینا د چارواکو غفلت او په امنیتي چارو کې خپله د وکیلانو لاسوهنه د پوښتنې وړ وبلله.

لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سالاکار حمدالله محب له تشریفاتو او په یوه ځانګړي موضوع له بحث پرته په عمومي استجوابیه غونډه کې د نه ګډون خبره کړې او ټينګار یې کړی چې د قانون له مخې به دوی یوازې په یوه ځانګړي موضوع او استماعیه غونډه کې چې تر ډېره توضیحاتي بڼه لري ګډون وکړي.

د ولسي جرګې غړو بیا د دفاع او کورینو چارو چارسمبالو وزیرانو او ملي امنیت سرپرست رییس سره غونډه پیل کړه، خو د وکیلانو د پوښتنو له اوریدو وروسته د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد له رسنیو پرته د غونډې د دوام غوښتنه وکړه. که څه هم امنیتي او دفاعي مسوولینو د رسنیو په نشتون کې له وکیلانو سره د ځينو جزیاتو د شریکولو اعلان وکړ خو دا چې وروستۍ پایله یې څه وه ډېر معلومات نشته.

بي بي سي لیکي چې په دې لړ کې ځينو وکیلانو ویلي، د لومړي مرستیال او ملي امنیت شورا سلاکار د نه ورتګ له کبله یې غونډه تحریم او ناسته بې پایلې پای ته ورسیده، د دوی په وینا د حکومت ورغلیو امنیتي مسولینو ځوابونو د دوی قناعت نه دی تر لاسه کړی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق