که څه هم بایډن د امریکا دی او په وروستیو کې په ټاکنو کې تر د امریکا تر اوسني ولسمشر ټرمپ څخه وړاندې دی او د ټاکنو وړونکی به اعلان شي، خو د نوموړي بریا د نورې نړۍ ترڅنګ د افغانستان له مسایلو سره هم ټینګه تړلې ده. افغانستان د امریکا د شل کلن جنګ تاوان ګالي. هغه جنګ چې امریکایانو پیل کړی او تر ننه ادامه لري او هره ورځ زموږ له مظلوم ولسه قرباني اخلي.
د دونالډ ټرمپ له لوري د افغانستان د سولې پروسې له پیلیدو سره، افغانستان کې دا هیلې راژوندۍ شوې دي، چې د افغانستان جګړه به په ښه ډول پای ته ورسیږي او افغانان به یو ځل بیا د نظام د سقوط سناریو ونه ګوري او وسله وال مخالفین به د همدې نظام یوه برخه وګرځي او افغانستان به د پرمختګ چټک ګامونه واخلي.
اما د ټرمپ له تګ او د جوبایډن له راتګ سره د افغانستان د سولې د پروسې برخلیک نا معلوم دی. په دوحه کې د سولې د خبرو نامعلوم برخلیک هم ترډېره همدغو ټاکنو ته منظره دی چې څوک به یې وړي او د افغانستان د سولې د راتلونکې په اړه به څه تصمیم نیسي. اما افغانان ترډېره تمه لري چې جوبایډن هم د افغانستان د سولې پروسې ته جدي پاملرنه وکړي او افغانان له اوسنی وضعیت څخه خلاص کړي.
لکه څنګه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې او ورو ورو امریکايي ځواکونه افغانستان ترک کوي، په همدغې ارامۍ او ډاډمنۍ باید د افغانستان د سولې پروسه هم پرمختګ ولري. داسې نه شي کیدای چې د امریکا نوی ولسمشر یوازې د ځواکونو وتلو ته توجه وکړي او د سولې نور مسایلو ته هیڅ پاملرنه وکړي او افغانان په خپلو منځو کې په جګړه مصروف وساتي.
جوبایډن مسوولیت لري چې د افغانستان د سولې روانې پروسې ته تر ټرمپه هم ښه توجه وکړي او د دې ترڅنګ د افغانستان د خپلواکۍ، ارضي تمامیت او ملي حاکمیت څخه باید په تمامه معنا ساتنه وشي او داسې نه شي چې افغانستان د سولې د پروسې په پلمه ګاوڼدیانو په ځانګړې توګه پاکستان ته وسپارل شي. افغانستان په خورا حساسه تاریخي شیبه کې قرار لري چې که خدای مه کړه د سولې روانه کړې پروسه له لږ شان ستونزو سره هم مخ شي، تاوان به یې تر بل هر لوري افغانستان ته ډېر وي، چې افغانان کله هم د دغه شان وضعیت غوښتونکي نه دي.