پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي هیله لري چې بایډن د افغان سولې او روان وضعیت په اړه رغوونکې پالیسي او تګلاره ولري. پخواني ولسمشر په تازه ټوېټ پیغامونو کې جو بایډن او کاملا هاریس ته په ټاکنو کې د بریا له امله مبارکي ورکړې ده او په خبره یې بایډن د امریکایانو د یووالي ژمنه کړې ده او دې مسئلې ته افغانان هم اړتیا لري.
هغه وایي، تمه لري چې د بایډن په راتګ سره د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې ښې شي او امریکایي حکومت پر افغان سوله لا ډېر تمرکز وکړي. کرزي هیله ښوودلې چې بایډن به په نړیواله کچه د سولې او ثبات لپاره اغېزناکې او ګټورې تګلارې ولري چې د جګړو د ختمېدو او سولې د راتګ سبب شي.