خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

حنیف اتمر: موږ د سولې سوال نه کوو، بلکې د افغانستان سوله د سمې او نړۍ په ګټه ده

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، ممکن نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې مرستې تمدید نه کړي. محمد حنیف اتمر چې ولسي جرګې ته خبرې کولې وویل چې نړیوالې ټولنې افغان دولت او طالبانو ته لس وړاندیزونه کړي، خو په وینا یې ممکن چې یاد وړاندیزونه عملي نه شي او نړیواله ټولنه خپلې مرستې تمدید نه کړي.

د بهرنیو چارو نوماند وزیر وویل: «نړیوالې ټولنې لس اساسي شرایط د نړیوالو مرستو لپاره د افغانستان دولت او مقابل لوري ته چې د سولې په خبرو کې دي، وړاندې کړي دي، د دې خطر موجود دی چې زموږ ملي، سیمه ییزې او نړیواله صدمه وویني.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر وویل، افغانان د سولې سوال نه کوي، بلکې افغانستان کې سوله د سیمې او نړۍ په ګټه هم ده.نوموړي زیاته کړه چې بهرني سیاست کېیې اول لومړیتوب جګړه ختمول او سوله ټینګول دي او دې برخه کې لا د مخه کار پیل شوی دی.

د بهرنیو چارو سرپرست له طالبانو سره د سولې توافق په صورت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تضمیناتو غوښتنه وکړه: «درېیم مورد چې نړیوالې ټولنې او سیمه سره په ګډه کار وکړو دا ده چې که خدای وغوښتل او د سولې توافق ته ورسیدو په هغه صورت کې دغې سولې ته تضمینات غواړو، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تضمین په ګډون.»

هغه وویل، افغانستان کې د نړیوالېټولنې له اجماع او ملاتړ پرته باعزته سوله نشي راتلی او افغانستان کې له‎سولې پرته د نړیوالېټولنې امنیت نه شي خوندي کېدای.ښاغلي اتمر ټېنګار وکړ چې افغانستان له نړیوالو د سولې سوال نه کوي، بلکې د ده په وینا حقیقت دادی چې افغانستان نړیوالو ته د ګټوګډټکيښيي او که پر دې مشترکاتو صادقانه کار وشي افغانستان کې سوله ممکنه ده.

حنیف اتمر خپلو خبرو کې زیاته کړه: «موږ په ساده ټکو نړۍ او سیمې ته روښانه کړې چې لوی خطر ترهګري ده او د مخنیوي غوره لار یې افغانستان کې باعزته سوله ده او د باعزته سولې لپاره افغانستان کې د جمهوري نظام پایښت دی.» نوموړي ترهګرۍ سره مبارزه، د ټولو امنیت خوندي کول، نشه يي توکو او پلاني جرمونو سره مبارزه، د اجباري کډوالۍ اوله بشري حقونو د سرغړونو مخنیوي له نړیوالېټولنې سره مشترک ټکي دي.

ښاغلي اتمر دا هم وویل، که افغان حکومت له طالبانو سره سوله وکړي بیا به هم د ترهګرۍ نړیوالګواښ وي.د نوموړي په خبره، د افغان حکومت پرضد هرو څلورو پنځو جنګېدونکو وسلوالو کېیو بهرنی دی او ټاکلې نه ده چې له هغو سره سوله وکړو.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق