د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست سلاکار ویلي چې که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي افغان حکومت به سقوط شي.
د فرانسې فیګار ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت دتازه ټاکل شوي سرپرست د سلاکار ډکلاس مکګریګرور له قوله لیکي چې افغان حکومت د بهرنیانو له حضور پرته دوام نه شي کولی، خو په وینا یې متحده ایالات نور نه غواړي چې خپل ځواکونه په افغانستان کې پریږدي.
د چارو شنونکي کابل نیوز ته ویلی: «د امریکا د دفاع وزارت سرپرست ویلي چې که موږ څو کاله وروسته هم له افغانستان څخه ووځو دغه حکومت سقوط کوي او که اوس هم ووځو دغه حکومت سقوط کوي، بهتره ده چې اوس ووځو او د دې حکومت د فساد مصرف پر غاړه وا نه خلو.»
د چارو شنونکي وايي، د امریکا حکومت له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته بیړه لري، خو خبرداری ورکوي چې که امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه په غیر مسوولانه توګه بهر کړي، نو ناوړه پایلې به ولري.