خبرهای مرتبط

جمع

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

ملتونه هېر زړي وي

چرچېل لومړنی کس و چې د هېټلر په نیت یې شک څرګند کړ. هغه بریتانویانو او اروپایانو ته چیغې کړې چې په دې سړي باور مه کوئ. نورو اروپایي رهبرانو هېتلر سره د سولې تړونونه لاسلیکول، ټینګ لاسونه یې سره ورکول او ورځپاڼو کې یې تور او سپین عکسونه خپرېدل. مګر چرچېل تر امریکایانو، روسانو او بل هر چا خپل نااورېدلی غږ رساوه او تر پایه هېتلر تېر اېستی ونه شو چې په اروپا کې هم یوازنی نافتحه شوی هېواد انګلنډ پاتې شو او د هېتلر هوایي (جادویي) ځواک هم انګرېزانو ورمات کړ چې د نازیانو بدې ورځې له همدې ځایه او د چرچېل د غښتلې رهبرۍ له امله پیل شوې.

هغه د انګرېزانو د سختو ورځو (دویمې نړیوالې جګړې په کلونو کې) رهبر و، نه یوازې یې خپل ملت، بلکې نوره دنیا هم د امریکې په شان متحدینو په مرسته د هېتلر له شره خلاصه کړه. خو کله چې همدا چرچېل په ۱۹۵۱ کې په ۷۷ کلنۍ کې د دویم ځل لپاره لومړی وزیر شو، خلکو د خپل ملي اتل هرکلی ونه کړ. حتآ د صدراعظمۍ په وروستیو دوه کلونو کې یې چې چېرته وینا کوله، خلکو به د لاسونو د پړکا پر ځای د “استعفا وکړه ” غږونه پرې کول. خلکو به ویل: ته نور زوړی شوی یې، د دې ملت د رهبرۍ وس درکې نه شته دی.

هغه رهبران او مشران چې په یو وخت او یا سختو ورځو کې د دې ملت تر څنګ ودرېدل، قربانۍ یې ورکړې او سختې یې وګاللې، هغه شپې او ورځې یې د قدر وړ دي. موږ او تاریخ یې د سپېڅلي جهاد د ورځو پوروړي یو (البته د دوی داخلي اختلافات، کورنۍ جګړه بیا تور تاریخ دی) مګر هغوی دې دا تېروتنه نه کوي چې خلک به یې د هغو ورځو په یاد هر څه وزغمي.

د دې ملت ذهنیت او حساسیتونه هغه واقعیتونه دي چې باید په نظر کې ونیول شي. لا هم وخته شته چې موږ په خپلو هغو تحلیلونو او محاسبو له سره غور وکړو چې په تېر کې یې مثبته پایله نه ده لرلې او سیاسي تاوانونه یې راپېښ کړي دي.

چا سره د ملت د ارادې او خوښې پر خلاف اړیکې ونه پالو. مشورې، د نورو خبرو ته غوږ نیول او د نظرونو پالل یوازنۍ لار ده چې نور درباندې ټولېدلی شي. حتی که هغوی غلط ثابت شي او تاوان درورسي، ته به رښتینی پاتې یې او هغوی به دې خوا کې ولاړ وي.

عبدالستار سعادت

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق