خبرهای مرتبط

جمع

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ توافق او غبرګونونه

افغان حکومت عملاً د سولې واک پاکستان ته سپارلی

پاکستان به د څو نمایشي اقداماتو په ترسره کولو، افغان حکومت داسې پرېکړو ته اړ کړي چې د  هیچا لپاره د منلو نه وي

افغان حکومت او پاکستان پرېکړه کړې چې د سولې په اړه به سختې او جراتمندانه پرېکړې کوي او د سولې په پروسه کې د بحث وړ مسایل به له اسلام اباد سره شریکږي.

 کابل ته د عمران خان تر سفر وروسته دواړو لوریو پر یو ګډ لیدرلوري توافق کړی چې پر اساس به یې د سولې د مخالفو کړیو پر ضد اقدامات کیږی، د سولې لپاره سختې پرېکړې کیږي او په دې برخه کې شته مسایل به له پاکستاني لوري سره شریکيږي.

شنونکي وايي، د دې توافق یو شمیر برخو ته په پام افغان حکومت عملاً د سولې پروسې واک پاکستان ته سپارلی او ممکن پاکستان په څو نمایشي پرېکړو سره افغان حکومت داسې پرېکړو ته اړ کړي چې هیچا ته به دمنلو وړ نه وي.

په یاد توافق کې راغلي: «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د پاکستان اسلامي جمهوري دولت استازي په دې توافق لري چې په وخت سره د دې لیدلوری د ترلاسه کیدو لپاره د نږدې همغږۍ او خبرو له لارې سخت او جرات‌مندانه تصامیم ونیسي.»

د توافق په بله برخه کې راغلي: «د افغانستان اسلامی جمهوري دولت به د سولې په برخه کې د بحث وړ موضوعات او هغه مسایل چې په دې برخه کې پرې توافق کیږي د پاکستان اسلامي جمهوري دولت سره شریکوي.»

د چارو شنونکی ویس ناصري کابل نیوز ته ویلي: «پاکستان په داسې مرحله کې قرار لري، چې هر څه یې په لاس کې دي، د افغانستان د راتلونکي سرنوشت هم امریکا ورسپارلی، غواړي د ډیورنډ مسئله هم حل کړي، قوي احتمال دی چې ولسشمر غني له دې مخکې هم سرو کرښو تېرو شوی، له دې کرښې هم تیر شي او دا موضوع یو طرفه کړي، لاسلیک کړي، توافق به وکړي چې، هو، دغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړوال سرحد دی.»

ازاد خبریال عبدالرازق وايي: «د افغان لوري سخت او جرات‌مندانه تصامیم به په څه او په څه رابطه وي، سخت تصامیم په دې معنا چې پاکستان به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي، خو د افغانستان لپاره به سخت تصامیم د ډیورنډ کرښه وي، چې باید په دې اړه سخت تصامیم ونیول شي.»

همدا شان په دې توافق کې پرېکړه شوې ده چې دواړه لوري به د سولې مخالفینو او هغو  کسانو پر ضد اقدام کوي چې نه پخلا کیدونکي دي او یا د سولې بهیر د کمزوري کولو هڅې کوي.

ویل کیږي چې پاکستان په دې برخه کې په پښتونخوا کې د پښتنو او پلوڅو له وروستیو تحرکاتو په وېره کې دی او هڅه کوي چې افغان حکومت د هغوی پر ضد  اقداماتو ته اړ کړي.

شنونکي وايي، چې د دې توافق ځینو برخو ته په پام افغان حکومت عملاً د سولې پروسې واک پاکستان ته سپارلی او وايي ممکن پاکستان له خپل اړخه د څو نمایشي اقداماتو په ترسره کولو سره افغان حکومت داسې پرېکړو ته اړ کړي چې د هیچا لپاره به د منلو نه وي.

د سیاسي چارو شنونکی شرف الدین ستانکزی وايي: «له دې وړاندې ټول تصامیم ټرمپ نیول، خلیلزاد هسې یو راوي و په منځ کې، خو له دې وروسته به د خلیلزاد صلاحیتونه ډېر شي او هغه پرېکړې به وکړي چې خلیلزاد پوهیږي چې په دغې باندې سوله کیږي، زما په نظر باندې پاکستان ته د تروریزم په مقابل کې ډیر رول ورکول، د ډیورنډ کرښه او دغه راز د طالبانو اسلامي امارت پيژندل چې  ممکن د موقتي ادارې جوړښت یې هم یوه برخه وي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی عزیز الدین معارج وايي: «په افغانستان کې سوله په دې معنا ده چې د ډیورنډ مسئله به ورسره منې او همدا اوس چې د اوبو د ویش مسئله ده، د اوبو مالک افغانستان دی، اما تر اټکه پورې د خاورې ادعا لرو چې اشغال شوې ده، خو د اوبو ویش ورسره لرو، دا په څه معنا ده؟»

له پاکستاني لوري سره د سولې اړوند مسایلو شریکولو او په دې برخه کې د سخت پریکړو په اړه دغه توافق داسې مهال رامنځته کیږي، چې له دې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو افغان سیاستوالو د سولې په برخه کې د پاکستان د رول پر څرنګوالي انديښنه ښودلې وه.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق