خبرهای مرتبط

جمع

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر نه وتلو ټینګار

د ناټو یو لوړپوړي پخواني چارواکي ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ستنولو پرېکړه غیر منطقي ده او دوی یې سخت مایوسه کړي دي. د ناټو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال جیم سټاورډیس ویلي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې د فعالیت لپاره پراخې امنې ساحې لري او که چېرته امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو په دغه هېواد کې د امریکا او متحدینو پیل کړې جګړه به بې هدفه پای ته ورسېږي.

هغه ویلي د پیل شوې جګړې موخه د القاعده شبکې له منځه وړل و خو تر اوسه دا ډله له منځه نه ده تللې او په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا د منسجمېدو راپورونه ورکړل شوي دي. هغه زیاته کړې، د سرتېرو د شمېر کموالی به نه یوازې د افغان ځواکونو د روزنې بهیر زیانمن کړي بلکې طالبانو ته به دا فرصت په لاس ورکړي چې خپلو بریدونو ته لا شدت وبښي.

 دې پخواني جنرال د خپلو خبرو پر دوام ویلي، که څه هم طالبان به د جګړې له لارې بریالي نه شي خو په اوسنیو شرایطو کې د سرتېرو کمولو پرېکړه هیڅ ډول، سیاسي، نظامي او ډیپلوماټیکه مانا نه لري.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې دغه راز څرګنده کړې، وېره لري چې که چېرته امریکایي ځواکونه خپل سرتېري وباسی نو د ناټو یو شمېر متحدین به هم د ټرمپ لاره تعقیب کړي خو په وینا یې دی هیله لري چې هغوی دا کار ونه کړي.

د یو بل خبره له مخې د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې مشر هم په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی. د امریکا د مشرانو جرګې یوه غړي ادم سمیت ویلي، افغانان تر اوسه په یوازې ځان د خپلې خاورې ساتلو وړتیا نه لري نو اړتیا ده چې تر یو څه وخته په دغه هېواد کې خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې لا هم د ترهګرو د رشد لپاره مناسبې ساحې وجود لري او ډېری شنونکي په دې باور دي چې که چېرته امریکایي ځواکونه له دغه هېواده وایستل شي، نو د سپټمبر ۱۱مې پېښه به بیا تکرار شي. 

په ورته وخت کې د یادې کمېټې یو بل غړي مک تورنبري هم ورته څرګندونې کړې دي او په افغانستان کې یې د امریکایي سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق