د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د سولې پروسه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې اترې کړې دي. د ملي مصالحې شورا د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د سولې پر پروسه او د هېواد پر سیاسي وضعیت خبرې کړې دي. دغه راز دواړو لوریو د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي کمېدل مهم بللي او ټینګار یې کړی دی چې د دغې پروسې ټول تمرکز باید پر همدې ټکي وي. دوی دغه راز د سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې مذاکراتي پلاوي باید د افغانانو د تمې مطابق د خبرو پر تګلاره توافق وکړي او هر څه ژر اصلي مذاکرات پیل کړي.