خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

د سولې بهیر کې د ښځو حقونو پر خوندیتوب د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د سولې په بهیر کې دې د ښځو حقونه له پامه نه غورځول کېږي. یاد سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو کې د ښځو حقونو له پامه غورځول به تېرو دوو لسیزو کې په دې برخه کې سخت پرمختګ او لاسته راوړنو سره خیانت وي.

د بخښنې نړیوال سازمان د نومبر له ۲۵ د ډیسمبر تر ۱۰ د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځنی کلنی کمپاین پیل کړی چې له مخې یې په نړیواله کچه د ښځو د حقونو د مدافعینو د فعالیتونه ستایل کېږي. په دې کمپاین کې پر حکومتونو غږ شوی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي، څېړنه، مخنیوي او له عاملینو سره یې قانوني چلند وکړي.

دې سازمان ویلي، په داسې حال کې چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې د ښځو حقونه له لوی ګواښ سره مخ دي، د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو د حقونو له مدافعینو سره له نږدې کار کوي چې د دوی پياوړي داستانونه رابرسېره کړي. د دې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي: «په دوو لسیزو کې د سختې مبارزې په بنسټ ترلاسه شوي د افغان مېرمنو لومړني حقونه، اوس د له منځه تلو له ريښتیني احتمال سره مخ دي.»

د افغانستان لپاره د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینره سمیرا حمیدي وايي: «د ښځو د حقونو په اړه پرمختګونه باید د سولې په روان بهیر کې شاته ونه غورځول شي. د نوموړې په وینا، د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بشري حقونه باید د هرې وروستۍ موافقې په زړه کې ځای ولري.» د دې سازمان په اعلامیه کې راغلي چې لاهم د ښځو پروړاندې لوی خنډونه او ننګونې پاتې دي. د دوی پروړاندې تاوتریخوالی روان دی، په دولتي کچه د ښځو ګډون محدود دی او د یونیسف په وینا لاهم ۲،۲ میلیونه افغان نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د سږ کال په ۱۶ ورځني کمپاین پرمهال په کابل او نورو ولایتونو کې به سیاست پوه او فعالو افغان مېرمنو او هغو ته چې د ښځو د حقونو مخکښانې وي، دا موکه برابره کړي چې د یوه سوله ییز افغانستان لپاره ګډو لیدلوری شریک کړي چې مېرمنې وکوای شي د خپلواکي، زده کړو او کار په ګډون له خپلو حقونو برخمنې شي.

بي بي سي لیکي، دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې نړیوالې ټولنې همدا وړمه ورځ جنیوا کانفرانس کې جنسیتي مساوات افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره عمده شرط کېښود. د جنیوا کانفرانس ګډونوالو د افغانستان د سولې د روان بهیر ملاتړ او دغه راز په چټک اوربند او د ملکي کسانو لپاره د نړیوالو قوانینو په مراعتېدو ټینګار وکړ. د نړیوالې ټولنې لخوا جنیوا کانفرانس کې له افغانستان سره د راتلونکو ۵ کلونو لپاره څه باندې ۱۳ میلیارده ډالره مرستې اعلان شوې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په نړیواله ورځ ویلي، ښځې په هېواد کې د جګړې اصلي قربانیانې، خو سولې او ټیکاو ته ډېرې لېواله دي. دی وايي، هڅه یې دا ده چې د ښځو د پرمختګ په وړاندې پرتې ستونزې لیرې او د قانون جوړولو برخه کې ځینې قوانین او مقررات طرح، تصویب او نافذ کړي چې په تطبیقولو به یې د ښځو وضعیت ښه شي.

د افغانستان بشري حقوق خپلواک کمیسیون وايي، په افغانستان کې د کرنتین پر مهال د ښځو په وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي پېښې د پخوا پرتله پام وړ ډېري شوې، چې په وینا یې شمېرې به یې په خپل راتلونکي کنفرانس کې شریکې کړې. د دغه کمیسیون په وینا دا چې د کرنتین پرمهال هغه ادارې رخصت یا له کورونو کار کاوه، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ثبتوي. نو د پېښو نه ثبتېدل له ښځو سره د فزیکي تاوتریخوالي د ډېرېدو لامل شوی دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق