خبرهای مرتبط

جمع

حکومت سرپرست: هیچ گروه تروریستی در افغانستان فعالیت ندارد

وزیر دفاع حکومت سرپرست به تازه‌گی گفته است که...

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

د سولې په خبرو کې له پرمختګه د حکومت انکار

صدیقي: د سولې په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی

ولسمشرۍ ماڼۍ له دې انکار کوي چې په دوحه کې مذاکراتي بنبست مات شوی دی. په داسې حال کې په دوحه کې مذاکراتي بنبست مات شوی او په کور دننه د مصالحې عالي شورا په شمول افغان سیاستوالو ترې هرکلی کړی.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دوحې مذاکراتو کې پرمختګ نه دی شو او لا هم د دوی مذاکراتي پلاوي لپاره اصول او حدودو د افغانستان اساسي قانون او د مشورتي لویې جرګې تصامیم دي چې نه ترې تېریږي.

د ولسمشر ویاند چې یوې خبري ناسته کې یې د جنیوا کنفرانس د پایلو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل چې د دوحې په مذاکراتو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی او لا هم د دوی د مذاکراتي پلاوي لپاره اصول او حدود د افغانستان اساسي قانون او د مشورتي لویې جرګې تصامیم دي. ارګ وايي چې طالبان د نظام د تغییرولو غوښتنه هم لري، چې دا کار ممکن نه دی.

د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي وايي: «هغه شایعات او منابع چې دا خبرې کوي، چې ممکن بنبست مات شوی وي، زه فکر نه کوم چې دا کار شوی وي، هغه په دې معنا چې طالبان له څو ورځو راهیسې په مختلفو مواردو باندې ټینګار کوي، چې زموږ د هیات له اصولو او حدودو نه بهر دي؛ اما هیڅلکه د افغانستان خلک هغه مسایل نه مني، نو د افغانستان د حیات لپاره چې په کومو مسایلو باندې باید مذاکره وشي او په کومو حدودو کې هغه فیصلې او مذاکره باید وشي، هغه زموږ د هیات لپاره کاملاً واضح دی، نو زه فکر کوم، زموږ په باور هغه غوښتنې چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې درلودې هغه زموږ له اساسي قانون سره په خلاف کې دي.»

صدیقي زیاتوي: «هر هغه غوښتنه چې طالبان لري، چې هغه غوښتنې د افغانستان د خلکو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون پر خلاف دي، هغه موږ نه شو منلی، نه د شخص په توګه باندې، نه د ولسمشر په توګه باندې او نه هم د کوم دولت په توګه باندې، نو د افغانستان هیات به په پروسه کې هغه حدود چې لري، د حدودو پر اساس باندې به خپل کارونه مخته وړي.»

په دوحه کې د مذاکراتي بنبسټ له ماتیدو وروسته د قطر امیر له ولسمشر غني سره په ټیلیفوني خبرو کې له دې پرمختګونو خبر ورکړی و او د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او سلام رحیمي هم له دغو پرمختګونو وروسته کابل ته راغلي وو.

ارګ تائیدوي چې د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی له ولسمشر غني سره کتلي، خو وايي چې د طالبانو غوښتنې د اساسي قانون او د خلکو د ارادې خلاف دي چې نه یې مني. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي افغان حکومت په دوحه کې د بنبست د ماتیدو په خلاف د یوې اعلامیې د خپرولو هڅه کړې چې د بهرنیانو د فشار په نتیجه کې نه ده خپره شوې.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق