خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

که سوله کیږي، نو مرستې به هم دوام کوي!

که څه هم افغانستان د نړۍ د بې وزلو هیوادونو په سر کې دی، اما په تېرو کلونو کې له دې هیواد سره سلګونه میلیاده ډالره مرسته شوې ده، څو د خلکو ژوند یې جوړ، بنسټونه یې پیاوړي، امنیت یې تامین، فساد یې ورک او په ټوله کې دغه هیواد د پرمختګ چټک ګامونه واخلي، خو لا هم د افغانستان خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په یو شمیر برخو کې ډېر سست او شکننده پرمختګونه شوي، اما کله هم بنسټیز او دوامدار پرمختګ نه دی لیدل شوی، له همدې امله ده چې لا هم د افغانستان خلک او دولت د نړیوالو دوامدارو مرستو ته اړتیا لري.

 خو نړۍ نوره له افغانستان سره د مرستو کولو ته چندان زړه نه ښه کوي او غواړي دغه هیواد ورو ورو په خپلو پښو ودریږي او د نړۍ له اوږو کوز شي، خو تر اوسه هم دغه هدف تر لاسه شوی نه ښکاري، ځکه د مرستو د لګولو په اړه داسې شفاف میکانیزم لا هم نه شته چې حساب او کتاب رامنځته شي او د مرستو د ضایع کیدو په صورت کې یو لوری ځواب ویونکي وي.

یادو د نړیوالو مرستو د ضایع کیدو اصلي عوامل او عاملین معلوم نه دی. کله چې نړیوال پر افغان لوري د مرستو د ضایع کیدو پړه اچوي، افغانان یې ردوي او د خپلو دلایلو پر اساس نړیوال مرستندویه بنسټونه او سازمانونه د مرسته پر ضایع کیدو تورنوي، چې دغه وضعیت د افغانستان په سوله، جګړه او بیارغونه کې سلامت او ملامت ورکړی او ټول ځان برحقه بولي.

په افغانستان کې د لګولو شویو مرستو د دقیق حساب کتاب نه شتون له همدې امله وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدو پر لور لاړ او دا دی اوس افغانستان پر داسې پاڼ ولاړ چې نه یې نړۍ نه پرې ښودی شي او نه ورسره له زړه همکاري کولی شي. اما د دغه وضعیت د له منځه وړلو او د حساب او کتاب د رامنځته کولو او د سولې او بیا رغونې په برخه کې د ټاکلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره دا ځل مرستندویه هیوادونو خپلې مرستې مشروطې کړي دي، چې ښه اقدام دی.

نړیوالې ټولنې خپلې نیمې مرستې د سولې پروسې له پرمختګونه سره تړلي دي، چې د دا ډول شرایطو رامنځته کول د افغانستان په داخل کې د سولې ضد کړیو د فعالیت مخه ډب کوي او په یو دول افغان لوری مسوولیت پذیرۍ ته اړباسي.

د افغانستان حکومت به دا ځل د سولې په برخه کې پخوانی برلاسی ونه لري چې د سولې رامنځته شوی فرصت وسوځوي او د سولې پر وړاندې ستونزې جوړې کړي، بلکې دا ځل به افغان حکومت د مرستو د تر لاسه کولو او دوام په خاطر د سولې په لاره تر نړیوالو مرسته کوونکو مخکې روان وي او د سولې پر وړاندې موانع به تر هر چا مخکې دوی لرې کوي، ترڅو د نړیوالو د مرستو له بندښت سره مخ نه شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق