ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او کابل پولیسو ویلي، هغه ډاکټر نیول شوی چې په یوه لس کلن ناروغ ماشوم یې څو ځله جنسي تېری کړی.
امرالله صالح د شنبې ورځې د شپږ نیمو بجو غونډې رپوټ پر خپل فیسبوک خپور کړی او په کې یې له روغتیا وزارت غوښتنه کړې چې د دغه کس د ډاکټرۍ جواز لغوه کړي. امرالله صالح دا هم لیکلي، چې له زندانه د دغه ډاکټر له خوشي کېدو وروسته باید نور په ټولنه کې د ډاکټر په نامه ځای ونه لري.
امریکا غږ لیکي چې په افغانستان کې وخت نا وخت پر ماشومانو د جنسي تېري د پېښو رپوټونه ترلاسه کېږي او په ځینې فضیو کې ان امنیتي ځواکونه پر ماشومانو په جنسي تېري تورن شوي دي. همدې تېره اکتوبر میاشت کې د افغانستان لویې څارنوالۍ وویل، په تېرو دریو کلونو کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري څه باندې ۵۵۰ پېښې یې ثبت او څېړلي دي.
دا عدلي او قضايي بنسټ وايي، د دغو جنسي تېریو لویه برخه په دریو لویو ښارونو کې دي او په خبره یې د محکمو له لوري عاملانو ته سزا ورکړل شوې ده. د ښځو او ماشومانو حقونو بنسټونه وايي، په افغانستان کې ډېر نارینه له ښځو او ماشومانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي، خو افغان دولت د تاوتریخوالي ډېرو لږو قضیو ته رسېدګي کوي او دا د دولت د کمزورۍ نښه ده.