خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

د مصالحې عالي شورا ناستې په پلمه

د مصالحې عالي شورا ناسته له اوږده ځنډ وروسته ترسره شوه. دا شورا د نړیوالو له فشارونو وروسته تشکیل شوه او خپل ناسته یې وکړه. تر دې وړواندې حکومت د سولې پر چارو د خپل نفوذ د ساتلو په موخه د دې شورا جوړیدو ته زړه نه ښه کاوه، اما د یو لړ فشارونو په پایله کې یې دغه ناسته ترسره کړي ده چې لا هم په دې برخه کې ځینې ستونزې موجودې دي او افغانان هیله لري چې ژر تر ژره یادې ستونزې هم رفع شي.

 په دې ناسته کې د افغانستان ټولو مشرانو او رهبرانو د سولې پر تامینیدو او د جګړې او تشدد پر ختمیدو ټینګار وکړ او د ټولو له خبرو څرګنده شوه چې د سولې لپاره ټول ولس تږی دی او ټول د دوامدارې او عادلانه سولې غوښتونکي دي. د ټولو مشرانو او رهبرانو نظریات ښيي چې افغانستان نور د جګړې د دوام هیڅ پلوي نه لري او ټول لوري له جګړې خسته او د سولې غوښتونکي دي. له شک پرته چې د جګړې مقابل لوري یعنې د طالبانو تحریک هم درک کړې چې د جګړې دوام د دوی په ګډون د هیچا ګټه نه دی او باید خپلې غوښتنې د سولې پر میز مطرح کړي.  نو چې د سولې لپاره دومره پراخ خام مواد، قوي پانګه او سیاسي او ملي اراده موجوده وي، نو په تامین کې یې هم شک کول په کار نه دي.

په همدې پلمه غواړو ووایو چې د سولې لپاره ترسره شوي ګامونه تر اوسه د قناعت وړ دی، که څه هم ځینې قدمونه په ورو واخیستل شول، اما په ټوله کې افغانستان د سولې او ثبات په لوري روان دي او یوه ورځ به راشي چې د افغانانو ترمنځ د بدۍ او دښمن هیڅ پلمه نه وي پاتې او د جګړې دواړه لوري به د افغان او مسلمانو وروڼو په څیر په خپل کور او کلي ژوند کوي.

اما تر دې خوشبینانه لید ورها خوا اړینه ده چې د سولې په اړه جدي او مسوولیته پذیره ګامونه واخیستل شي. افغان حکومت یوازې د ملي مصالحې عالي شورا د جوړیدو او د دې شورا د ناستې په جوړولو سره مسوولیت نه شي رفع کولی، بلکې په دوامدار ډول باید د سولې په اړه چټک ګامونه واخلي او نور هغه پخواني د قدرت ساتنې سیاست څخه تير شي.

که چیرته د حکومت اوسني مشران د سولې په لاره کې صادقانه هڅې وکړي او د دوی د دغو هڅو په نتیجه کې سوله تامین شي، له شک پرته چې قهرمانان به همدوی وي او ملت به هم ترې خوشحاله وي، اما که چیرته د سولې هڅو تر نامه لاندې د سولې ضد کړنو ته ادامه وکړه، له شک پرته چې ملت او تاریخ به یې کله هم هیر نه کړي، چې دا به د موجود ټیم لپاره تاریخي شرم وي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق