خبرهای مرتبط

جمع

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسيناسیون پيل شوی

په افغانستان کې نن (دوشنبې) ماشومانو ته د ګوزڼ...

مجاهد: حکومت افغانستان فراگیر است

ذبیح الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در واکنش به...

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

د ملي مصالحې عالي شورا د لومړنۍ ناستې ترسره کیدل

غني: داسې سوله غواړي چې د نظام د انقطاع سبب نه شي

عبدالله: د سولې بهیر ته باید هیڅوک هم په منفعت‌طلبانه نظر ونه ګوري

قانوني: د سولې به برخه کې تصمیم ګیرۍ باید په واقعي او معناداره توګه د ملي مصالحې شورا ته ولیږدوو

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ لومړنۍ ناسته په ارګ کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د سولې مذاکرات دوهم پړاو ته داخل شوی، افغان حکومت د سولې لپاره مهم تصامیم نیولي او ځینې نور سخت تصامیم به هم ونیول شي، خو داسې سوله غواړي چې د نظام د انقطاع سبب نه‌شي.

ولسمشر محمد اشرف غني دې ناستې ته وویل: «خبرې دوهم پړاو ته رسیدلي دي، لومړمۍ مرحلې وښوده چې کار اسانه نه و، خو نتیجې ته ورسید.»

ولسمشر  طالبان د افغانستان د ټولنې یو واقعیت وبلل او ویې ویل چې طالبان هم باید د افغانستان واقعیتونه ومني: «تاسې یو واقعیت زموږ د ټولنې یاست، ځکه هغه وختونه چې د واقعیت په حیث نه منل کیدل تير شوي دي. سوله موږ له تاسې سره غواړو، خو تاسې هم باید د ټولنې واقعیتونه ومنئ. له امریکایانو سره مذاکره یو شی ده، له افغانانو سره مذاکره بل شی دی، دې منځ کې باید واضح پوه شو چې نه تاسې تسلیمي کوئ، نه موږ. جګړه ګټونکی نه لري.»

ولسمشر غني وايي، افغانستان کې د روانې جګړې قیمت پنځه څلویښت بیلیونه ډالره دی، خو شنونکي وايي چي  ولسمشر غني د افغانستان د جګړې بشري قیمت ته ارزښت نه ورکوي او دا ځکه چې د نوموړي اولادونه له افغانستان څخه بهر دی.

هغه زیاتوي: «په افغانستان کې جګړه له څلویښت بیلیونه ډالرو زیات نه غواړي، نو دلته ضرور ده چې پر ټولو ابعادو باندې یې پوه شو، چې یوې خوا ان شاالله موږ سولې ته رسیږو، له بلې خوا نه نور بیرغونه جیګ نه شي.»

د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله دې ناستې ته په خبرو کې وویل چې د افغانانو اساسي غوښتنه د روانې خونړۍ جګړې پای ته رسول دي او د سولې پروسې ته باید هیڅوک په منفعت‌طلبانه نظر ونه ګوري.

د مصالحې عالي شورا رئیس زیاته کړه: «د ملي مصالحې عالي شورا وجوده فلسفه د سولې په پروسه کې د تصمیم ګیرۍ او سیاسي اجماع رامنځته کول دي، چې خوشبختانه دا تاریخي او بې ساری فرصت نن برابر شوی دی.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي دې مجلس ته د خبرو پر مهال وویل چې په ټوله معنا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي او له رسمي چوکاټ پرته به د مصالحې له عالي شورا همکاري کوي. حامد کرزی وايي، چې د سولې پروسه هغه مهال کامیابیدای شي چې له جنګي تبلیغاتو او ادبیاتو ډډه وشي.

کرزي وویل: «زه لکه مخکې چې مې هم ویلي به په دې لاره کې له رسمیاتو ها خوا په ټول توان او ټول کوښښ، رئیس صاحب د سولې شوار، دې عالي او ملي مرام ته د رسیدو په لاره کې له تاسو سره همکار و اوسم. »

پخوانی جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف وايي، داسې سوله غواړي چې د افغانستان خپلواکي او ملي حاکمیت په کې خوندي وي.  هغه وايي: «هغه سوله چې په نتیجه کې یې زموږ خاوره او زموږ ولس هم یوځای پاتې شي او خدای ناخواسته، خدای ناخواسته دا با عزته ولس د کوم بل ملک د دیوال تر سیوري لاندې کېننول شي. چې دا ماته ډېره مهمه ده.»

محمد یونس قانوني بیا ټینګار لري چې د مصالحې عالي شورا ته باید د سولې به برخه کې ټول واکونه ورکړل شي. قانوني وايي: «ښه ده چې موږ تصمیم ګیري په واقعي ډول او معناداره توګه د ملي مصالحې عالي شورا ته ولیږدوو..»

د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ ناستې نېټه د بُن کنفرانس له نولسمې کالیزې سره هممهاله ده. نولس کاله مخکې د بُن په ناسته کې د نوي نظام لپاره ناسته وشوه، خو طالبان نه وو ور بلل شوي، خو اوس له دغې ډلې سره د ملي پخلاینې لپاره په کور دننه او نړیواله کچه هڅې روانې دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق