پرون دوشنبه سهار څه باندې ۱۰ بجې د کندهار د دامان ولسوالۍ پر مرکز موټر بم برید شوی دی. د کندهار د پوليسو وياند جمال بارکزي امریکا غږ ته ویلي چې ځانمرګی موټر بم برید د مازدا لارۍ په وسیله د د دامان ولسوالۍ پر مرکز شوی دی.
د کندهار د والي وياند بهير احمدي وايي، د دامان ولسوالۍ په پروني موټر بم چاودنه کي ۳۳ تنه ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې له یادو کسانو څخه ۱۸ تنه د ولسوالۍ په ودانۍ کې او ۱۵ تنه ولسوالۍ ته نږدې په يوه کور کې ټپيان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «په ټپيانو کي ۷ ملکي مامورين، ۹ تنه پوليس او ۲ تنه د ملي امنيت سرتيري ټپيان شوي او په نژدې کور کې ۱۵ تنه ولسي خلک چې ښځې او ماشومان هم پکښې دي ټپيان شوي او څوک ندي وژل شوي.»
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بیا ویلي چې د لومړنیو معلوماتو په اساس په یاده چاودنه کې ۱۱ پولیس ټپیان شوي دي. د دامان ولسوالۍ په الحاقیه ودانۍ کې د ولسوال د دفتر په ګډون امنیه قومانداني او ټول دولتي تاسیسات یو ځای فعالیت لري.
د دامان ولسوال ښادي خان امریکا غږ ته وويل چي د پېښې پر مهال دوی غونډه لرل. نوموړي زياته کړه چې چاودنه زوره وره وه او د ولسوالۍ تاسيساتو ته زيان رسيدلی دی، نوموړي د مرګ ژوبلي په اړه نور جزئيات ورنه کړل. خو يوه امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، چې په پېښه کې ۱۵ تنه ټپيان شوي چې د ولسوالۍ ملکي مامورین او ملکي مراجعین هم په کي شامل دي.
دامان د کندهار ـ کابل د لویې لارې پر سر د کندهار ښار په ختیځ کې پرته ولسوالي ده چې د پرونۍ چاودنې له کبله په یاده سیمه کې د کابل ـ کندهار لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. تر اوسه چا د پېښي مسئوليت په غاړه ندی اخيستی.