افغان لوري دې د پردیو د ګټو لپاره روانه جګړه ژر ترژره پای ته ورسوي
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوایي برید چې له امله یې د ماشومانو په ګډون یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته په کلکو ټکو غندلی دی.
د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، پخوانی ولسمشر دا بشري ضد جنایت او ظالمانه عمل په کلکو ټکو غندي او له روان ناورین څخه د هېواد د ژغورنې یوازینۍ لار د سولې د بین الافغاني مذاکراتو کامیابي بولي.
نوموړي یو ځل بیا په جګړه کې له ښکېلو افغاني لوریو غوښتنه کړې چې د پردیو د ګټو لپاره روانه جګړه چې له امله یې یوازې افغانان وژل کېږي پای ته ورسوي او سولې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.