د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په خپل کلني راپور کې د یوې سروې پر بنسټ ویلي چې که څه هم افغانستان کې د تېر کال په پرتله ناامني کمه شوې، خو بیا هم دا هېواد په ټوله نړۍ کې له ترهګرۍ تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد دی. راپور دغه راز طالبان د نړۍ په کچه تر ټولو خونړۍ ډله بللې او زیاته کړې یې ده چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې ۴۱ سلنه خلک ترهګرۍ اغېزمن کړي دي.
راپور کې راځي په افغانستان کې د ۸۷ سلنه وژنو مسوول طالب وسله وال دي. راپور کې وړاندې راغلي، د سولې خبرو له پیل سره هم مهاله د ترهګرۍ کچه کمه شوې خو لا هم طالبانو خپلو ترهګریزو کړنو ته دوام ورکړی دی او دا چاره د سولې پر پروسه منفي اغېز لرلی شي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.