خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

د تاوتریخوالي اصلي مسوول څوک دي؛طالبان، حکومت او که بهرني ځواکونه؟

په پاکستان کې ځینې کړۍ د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر څرګندونو بحثونه کوي چې ویلې يي وو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو مسوولیت یوازې د طالبانو نه دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د چهارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د طالبانو له پلاوي سره تر ملاقات وروسته دغه څرګندونې کړې وې. د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی د چهارشنبې په ورځ په درې وځني سفر اسلام آباد ته ورسېد.

د طالبانو تر سفر یوه ورځ دمخه د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته سفر کړی و. د رپوټونو له مخې خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره لیدلي.

په پاکستان کې ځینې کړۍ طالبان نه یوازې په افغانستان کې د ناامنۍ او ترهګرۍ مسوول بولې، بلکې د پاکستان د ټولنیز جوړښت لپاره يې هم خطرناکه ګڼي. د هغوی په اند د شاه محمود قریشي څرګندونې د طالبانو د خوشالولو په معنا دي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر سید عالم محسود وایي چې په افغانستان کې د تروریزم مسوول طالبان دي. هغه د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي: «که چیرې شاه محمود قریشي هغوی (طالبان) د دې مسوول نه ګڼي، نو هغه د ترهګرۍ له پاره د کاریدونکو اصطلاحاتو خبر نه دی. طالبانو ته خو یوازې نوم ورکړل شوی، په حقیقت کې دا د ترهګرۍ معامله ده چې موخه یې د افغانستان ویشل دي، خو که چیرې دا کار کیږي، نو دا به یوازې تر هغه ځایه محدود نه وي.»

د هغه په خبره امریکا له طالبانو سره د مذاکراتو په ترسره کولو د هغوی روحیه غښتلې کړه: «امریکا ختمیدونکو طالبانو ته د مذاکراتو په بلنې ورکولو سره ترهګرۍ ته هوا ورکړه، چې له کبله یې هلته تاوتریخوالی زیات شو، نو امریکا هم د دغه تاوتریخوالي د زیاتیدو مسووله ده.»

لاهور مېشته شنونکی ډاکټر فاروق سهلریا وایي چې باندنۍ مداخلې په افغانستان کې د ستونزو یو مهم علت دی: «زما په اند د تاوتریخوالي اساسي ګرمتیا د ناټو او امریکا پر غاړه ده. څوک چې د افغانستان له حالاتو خبر وي، دا مسوولیت یوازې پر طالبانو نه شي اچولی. پر دې سربیره د پاکستان، ترکیې، ایران، روسیې او نورو بهرنیو عناصرو له کبله هم د جګړه ځپلي هیواد ستونزې زیاتې شوي دي.»

د ډاکټر سهلریا په خبره د شاه محمود قریشي څرګندونې مسوولانه نه دي: «د پاکستان واکمن قشر په افغانستان کې د بهټو له وخت راهیسې مجرمانه نقش ادا کړی او هلته په شرمناک ډول مداخله کوي، چې بیه یې د پاکستان او افغانستان عوامو ورکړې. په دې څرګندونو سره پاکستان دا په اثبات رسول غواړي چې اوس هم د افغانستان د کړکیچ په برخه کې مهم دی، خو د دې مهمتیا عواقب د پاکستان ولس ګالي، چې له څلویښتو کلونو راهیسې د ترهګرۍ ښکار دي.» د نوموړي په خبره دا د شرم خبره ده چې پر اې پي اس (آرمي پبلک سکول) باندې د برید د تلین په ورځ قریشي طالبانو ته هرکلی ووایه.

خو ځینې شنونکي چې د افغانستان چارې له نږدې څاري د هغوی په اند د شاه محمود قریشي څرګندونې واقعبینانه دي، ځکه چې په افغانستان کې مسایل ډیر پیچلې دي او یو لوری د وضعیت مسئول نه‌شي کيدای.

د چارو شنونکی رحیم الله یوسفزی وایي چې شاه محمود قریشي، دغه څرګندونې د طالبانو د خوشحالولو لپاره نه دي کړي. هغه د دویچه ویله اردو ته ویلي دي: «دا خبره سمه ده چې زیات تاوتریخوالی د طالبانو له لوري کیږي، خو ځینې داسې بریدونه هم کیږي چې هغوی یې مسوولیت نه مني؛ خو د دې تاوتریخوالي د کمولو مسوولیت یوازې د طالبانو نه دی، ځکه چې په افغانستان کې داعش، هم د ځینو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. امریکا هم بمباري کوي چې عام خلک په کې وژل کیږي، نو تاوتریخوالی د ټولو لوري کیږي او یوازې د طالبانو له لوري نه دی.»

د دغه کارپوه په خبره د طالبانو د دغه سفر یوه موخه دا هم ده چې پاکستان معلومه کړي چې د دوحې په مذاکراتو کې څه روان دي: «په دوحه کې مذاکرات یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کیږي. نو اسلام آباد په دې هم پوهیدل غواړي چې پر څه خبرې کیږي او دا چې پاکستان کوم نقش لري. دا سفر د تیرو سفرونو تسلسل دی چې موخه یې د مذاکراتو پرمخ بیول دي.»

په پاکستان کې د دفاعي چارو شنونکی متقاعد جنرال امجد شعیب هم د رحیم الله یوسفزي له دې خبرې سره همغږی دی چې طالبان یوازې د تاوتریخوالي مسوول نه دي «او یوازې طالبان تاوتریخوالی نه شي کمولی. که چیرې افغان حکومت په دې برخه کې جدي وي، نو خپل عملیات دې ودروي. امریکا ته خپلې بمبارۍ درول په کار دي چې ملکیانو ته په کې تلفات اوړي؛ نو مسوولیت پر یوه لوري نه‌شي اچول کیدای.»

د هغه په خبره طالبان به جګړه ونه دروي «ځکه د هغوی په نظر که چیرې جګړه ودروي، نو څوک به یې خبرې ته غوږ نه ږدي او یا به څوک اهمیت نه ورکوي. نو هغوی به د مکمل اوربند لپاره چمتو نه‌شي. هو، دا ممکنه ده چې افغان حکومت اعلان وکړي چې پر طالبانو بریدونه نه کوي او په ځواب کې یې طالبان هم د تاوتریخوالي راکمولو ته چمتو شي، خو په بشپړه توګه د جګړې دریدل اوس ممکنه نه ښکاري.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق