خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

افراسیاب خټک: لا هم القاعده طالبانو ته مالي مرسته او روزنه ورکوي

د پخوانخوا سیاسي فعال او د سنا جرګې پخوانی غړی، افراسیاب خټک وایي طالبانو له القاعده ډلې سره اړیکې نه دي ختمې کړي او لاهم القاعده طالبانو سره مالي مرستې کوي او دوی ته روزنه ورکوي. ښاغلي خټک یک تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي چې پاکستان خپلو موخو ته رسیدو لپاره د طالبانو ترڅنګ، د القاعده ډلې ملاتړ هم کوي. هغه دا هم وویل چې د افغانستان د جګړې ریښې له دې هیواده د باندې دي.

ښاغلي خټک وویل د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون له نړیوالو اصولو خلاف شوی دی، ځکه چې د ده په وینا د یوه دولت او غیر دولتي ډلې ترمنځ د مذاکراتو او روغې جوړې اوصول دادی چې غیر دولتي ډله باید ژمنه وکړي چې تاوتریخوالی به نه کوي او دولت به په رسمي ډول مني.

هغه وویل سره له دې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کې دې ټکي ته اشاره نه ده شوې، خو د افغانستان د جګړې اصلي ریښې ته چې هغه د طالبانو د روزنې خوندي ځایونه دي، هم هیڅ اشاره نه ده شوې. د افراسیاب خټک په باور امریکا ځکه طالبانو ته پراخ امتیازات ورکړي چې غواړي افغانستان کې پاتې شي او راتلونکي کې یوې نوې سړې جګړې ته د داخلیدو په صورت کې له دوی کار واخلي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند، فواد امان په دې اړه یک تلویزیون سره خبرو کې وویل چې القاعده افغانستان کې طالبان سره همغږي فعالیتونه کوي، خو د دغې ډلې ګواښونه د تیر په پرتله کم شوي دي. دفاع وزارت په وروستیو کې د القاعده ډلې غړو پر وړاندې یو لړ عملیات ترسره کړل، چې د دغې ډلې یو شمیر غړي یې ونیول او ځیني نور ووژل شول.

په وروستي مورد کې هم نږدې دوه میاشتې وړاندې د القاعده ډلې یوه لوی قوماندان، ابومحسن المصري په غزني ولایت کې ووژل شو. د القاعده او طالبانو د اړیکو پرې کیدل د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د هوکړې یوه اساسي برخه ده.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق