خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

د سولې خبرې او د نرمو هدفونو بې چاره‌ګي

په افغانستان کې که څه هم امنیتي وضعیت خورا خراب دی او د هیڅ وګړي د سر د خوندیتوب ضمانت نه‌شته، خو د خبریالانو، د مدني فعالانو او د بشر حقونو او ښځو حقونو د فعالانو ژوند تر نورو زیات تر ګواښ لاندې دی. په وروستیو دوه میاشتو کې تر بل هر قشره خبریالانو او د رسنیو فعالانو زیاته قرباني ورکړې ده، چې وروستۍ هغه یې په غزني ښار کې د نیکزاد تروریدل و چې د خپل کور په مخکې په داسې حال کې د جومات په لور د لمانځه د ادا کولو او د ستر څښتن تعالی د رضا د حاصلولو لپاره روان و، په ډېر مظلومانه ډول او بې چاره‌ګې کې شهیدا کړای شو. 

دا ډول بریدونه هیڅ ډول توجیه نه شي لرلی او که دقیق فکر وشي، له استخباراتي او مرمزونو لوبو پرته بل څه نه‌شي کیدای. دا نه جهاد دی او نه هم مقدس جنګ، بلکې یوازې مظلوم وژنه ده او د خلکو د غږ خفه کول دي، تر څو ټولنه د دوی د غوښتنو په خاطر چوپه خوله شي او د دوی نارواوو ته لاره پرانیستل شي.

افغانان پوهیږي چې روان تاوتریخوالي او د خبریالانو په ګډون د ګڼو فعالانو قرباني کول د یوې خورا پلیتې او غیر انساني لوبې برخه ده چې پیل شوې. د قدرت ګټلو او د سولې د خبرو پر میز د زیاتو امتیازاتو د تر لاسه کولو او یا هم د مقابل اړخ د بدنامولو لپاره د افغانانو ژولو ته زور ورکړل شوی او هره ورځ زموږ بې چاره افغانان قرباني کیږي.

اما دا وضعیت په هیڅ صورت د منلو او زغملو وړ نه دی. نړیوال او د خبریالانو او رسنیو ملاتړي نړیوالو بنسټونه او سازمانونه دې د افغانانو دا وضعیت یو ځل وګوري چې دلته څه روان دي! د یوه مصنعوي جګړې له امله د افغانانو کادرونه له منځه وړل کیږي، ځوانان شهیدانیږي، قومي مشران ترور کیږي او روزنیز مزکزونه، ښوونځي، پوهنتونونه، جوماتونه او روغتونونه په بمونو الوځول کیږي، یوازې د دې لپاره چې د سولې په خبرو کې یې برلاسی ولري.

افغانانو ته اصلي مسوول حکومت ځکه دی چې د خلکو د رایې ادعا لري، د مشروع اړخ ادعا لري او د نظام هرڅه له دوی سره دي، نو ځکه دوی باید ځواب ویونکي و اوسي او ملت ته روښانه کړي چې ولې هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې مظلوم او بې ګناه وګړي چې د دفاع لپاره هیڅ هم نه لري، وژل کیږي؟

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق