خبرهای مرتبط

جمع

ایران یک تبعۀ افغان را بدون وداع آخر با خانواده‌اش اعدام کرد

حکومت ایران روز چهارشنبه، 19 ثور یک تبعۀ افغان...

شهروندان بدخشان: فیض‌آباد حالت نظامی به خود گرفته است

شهروندان بدخشان گفته‌اند که در پی حمله به کاروان...

مجاهد: کشمکش‌ها در ولایت بدخشان حل و فصل گردیده است

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در بیانیه‌ای اظهار داشت...

وقوع انفجار در بدخشان جان سه تن را گرفت

منابع در ولایت بدخشان روز چهارشنبه از وقوع یک...

چسپکي ماینونه، تلفات او مالي زیانونه!

افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې پیلچې او پلیته کیږي. پیچلې په دې معنا چې ورځ تر بلې یې ماهیت تغییر او ډول خونړی کیږي او پلیته په دې معنا چې هر ورځ افغانان له دې جګړې بیزاره کیږي. د افغانانو له بیزارۍ او دلسردۍ سره سره، لا هم په افغانستان کې جګړه روانه ده او هره ورځ د افغانانو له لیکې قرباني اخلي. روانه جګړه د ځاني تلفاتو، اقتصادي ناخوالو او نه پرمختګ ترڅنګ، پراخ مالي زیانونه هم لري چې دوام یې د افغانستان لپاره په مالي لحاظ ملاماتوونکی دی.

په وروستیو کې جګړې نوی رنګ اخیستی، چسبکي ماینونه دي چې قیمت یې ډېر ټیټ اما موثریت او تخریب یې خورا زیات دی. یو چسپکي ماین کولی شي چې خورا ګران بیه موټران او رنجرې تخریب او له کاره وغورځوي. پرون په کابل کې درې ماینونه وچاودل، چې په کې درې رنجر موټرونه هم تخریب شول. د رنجرو موټرو تخریب عادي مسئله نه ده. دلته خو زموږ رسنۍ یوازې په تلفاتو پسې ګرځي، اما د خساراتو په اړه یې کله هم داسې راپور نه دی ترتیب کړی چې وکړای شي، مسوولینو، عامو خلکو او نړیوالو ته یې ثابته کړې وای چې یوازې د روان جنګ مالي زیانونه هم افغانستان تباهۍ لور ته بیولی شي.

بله دا چې دلته د دولتی موټرونو او نظامي وسایطو د تخریب موضوع مطرح نه ده، بلکې هر ماین چاودنه د دولتي وسایطو ترڅنګ د عامو خلکو موټرو او جایدونو ته هم زیان اړوي. هر برید د افغانستان د خلکو لپاره سلګونه زره ډالره ضربه او صدمه رسوي، چې که چیرته د یوې اوونۍ او په همدې ډول د یوې میاشتې او پوره کال حساب وشي، معلومه ده چې سلګونه میلیونه ډالره یوازې له همدې لارې تاوان اوړي چې د مالي منابعو د نه شتون په صورت کې ممکن د افغانستان دولت د نظامي وسایطو له کمښت سره مخ شي او دغه وضعیت د نظام د سقوط لامل شي.

که چیرته د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد د جګړې په اړه مطالعه وکړو او د شوروي اتحاد او د هغه وخت د افغانستان د افغان دولتونو د ماتې اصلي لامل د اقتصادي ناتوانۍ او د زیاتو مجاهدینو له لوري دولت ته د زیاتو مالي تاوانونو اوښتلو پرته بله نتیجه نه شو تر لاسه کولی. هغه مهال د افغانستان دولت آن تر دې سرحده ورسیده چې دومره پیسې نه موندلې چې خپلو موترو ته تیل واچوي او په ښار کې پرې وګرځي، دا ځکه چې مالي منابع ورباندې دریدلي وو او د دې منابعو د کمښت په صورت کې ډېره ستونزمنه ده چې یو دولت وساتل شي.

که چیرته د سولې روان بهیر صدمه وګوري او یا هم ناکام شي، د افغانستان دولت هم د مالي منابعو له تشې سره مخامخیدای شي. همدا اوس هم نړیوالې ټولنې خپلې ډیری مرستې د سولې پروسې له بریا سره تړلي دي چې که د سولې بهیر کامیاب شو، نو افغانستان به د یادو مرستو لایق وګڼل شي، خو که چیرته ناکام شو، نو مرستې د پام وړ کمیږي او د مرستو کمیدل له جګړې سره مخامخ اړیکه لري چې په ډېر کم وخت کې د جګړې لوری بدلیدای شي او ممکن د دویمې فعاجې تکرار وشي چې دغه وضعیت د هیچا په ګټه هم نه دی.

زما په اند د افغانستان دولت په ځانګړې توګه امنیتي او دفاعي بنسټونه باید دوه کاره وکړي. لومړی باید د ترهګرو په ځپلو کې اغیزمې لارې چارې غوره کړي او دښمن ته دومره وخت ور نه کړي چې هره ورځ په کابل کې له درې تر پنځو دولتی موټرونه تخریب کړي. په همدې ډول په ولایتونو کې دې هم د چسپکي ماینونو د مهارولو لپاره اغیزمنه لاره چاره وسنجوي او که چیرته په رښتیا هم وغواړي او سالم مدیریت وشي، دا ریښي وچیدای شي. که داسې نه کیږي، نو بهتره دا ده چې ډیری دولتي کارکوونکو او پولیسو ته د موټرونو پر ځای موټر سایکلونه ورکړل شي، چې له یوې خوا د زیاتو تلفاتو مخه ونیول شي او بل لوري به د چسپکي ماینونو ښکار نه وي او مالي تاوانونو به مهار شي.

وطندوست

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق