د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او ولسمشر غني له طالبانو سره د مذاکراتو راتلونکي پړاو په موقعیت او وخت خبرې کړي. ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د یکشنبې په ورځ له غرمې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، په دې کتنه کې ډاکتر عبدالله عبدالله ولسمشر غني ته د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې دویمې ناستې راپور ورکړ او د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې ترمنځ د مذاکراتو راتلونکي پړاو پر موقعیت او وخت هم بحث وشو.
ارګ وایي ولسمشر غني په دې ناسته کې ویلي، د افغانستان حکومت به د افغان سولې پروسې ملاتړي ګروپ سره یو ځای د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاوونه پرمخ یوسي. اعلامیه کاږي چې په دې کتنه کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم حضور درلود.
بل بلوه د ولسمشرۍ مانۍ د عامه او سټراټېژیکو اړیکو ادارې رییس وحید عمر وايي، که څه هم ولسمشر غني په دوحه کې د سولې دویم پړاو خبرو د دوام په اړه هوکړه کړې ده، خو په وینا یې چي د افغانستان په دننه کې د راتلونکو پړاوونو پر کېدو د دولت ټینګار پر خپل ځای دی.
د نوموړي په وینا، ولسمشر په دوحه کې د دویم پړاو خبرو دوام د دولت د سولې مرکچي پلاوي، د ملي روغې جوړې شورا او د نړیوالو ملاتړو هېوادونو په غوښتنه او مشوره او د سولې خبرو کې د ځنډ مخنیوي لپاره منلی دی.
د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لومړی پړاو چې د سنبلې میاشتې په ۲۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې وې، د لیندۍ په ۲۲مه پای ته ورسېدې. ټاکل شوې د سولې خبرو دویم پړاو د روانې مرغومي میاشتې په ۱۶مه پیل شي.