خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

عبدالله: د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو دوحه کې پیلېږي

وروسته له هغه چې د طالبانو له لوري په افغانستان د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د دوام په اړه د افغان حکومت وړاندیز رد شو، اوس د ملي مصالې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې د سولې مذاکراتو دوهم پړاو خبرې په دوحه کې په خپل وخت پیلیږي.

په ورته مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتيژيکو اړیکو رئیس وحید عمر ویلي، که څه هم په افغانستان کې د خبرو د دوام غوښتنه لا هم پر خپل ځای ده، اما ولسمشر غني په دوحه کې د سولې خبرو له دوام سره موافقه کړې ده. نوموړي ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله پرون یکشنبه د سولې خبرو اړوندو موضوعاتو باندې خبرې کړي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې د کورونا وبا له امله د سولې بین الافغاني خبرو دوهم پړاو خبرې هم په قطر کې پیلیږي. نوموړي د قطر له دولت څخه مننه کړې د سولې خبرو د اسانچاري هیواد رول یې لوبولی، د سولې لومړي پړاو خبرو کې یې کوربته کړی او دوهم پړاو خبرو ته یې اماده‌ګي ښودلې ده.

عبدالله عبدالله پرون د ملي مصالحې عالي شورا د مشورتي ناستو په دوهمه ورځ وويل، افغانستان هڅه کوي څو د سولې روانې خبرې ژر تر ژره او د ځای پر سره له لانجې پرته پيل شي. نوموړي سوله د افغانانو اصلي غوښتنه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې له طالبانو سره خبرو کې به یوې نتیجې ته ورسیږي.

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبري کمېټې او د مذاکراتي پلاوي د غړو په دې ناسته کې پرېکړه شوې مذاکراتي پلاوي ته د ملاتړي لارښود د تدوین لپاره یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي.

تر دې وړاندې د ولسمشر غني په ګډون د افغانستان د حکومت ګنو مشرانو طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د سولې دوهم پړاو خبرې په کور دننه ترسره شي. د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار طالبانو په وړاندیز کې ویلي وو چې که طالبان د هیواد هر څای کې وغواړي خبرې وکړي، ورته شرایط اماده کولی شي.

خو د افغان دولت یاد وړاندیز د طالبانو له لوري رد شو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال په دې اړه وویل چې په افغانستان کې لا د سولې خبرو ته زمینه نه ده برابره. طالبانو په همدې ډول خبرداری ورکړی و چې که د حکومت چارواکي په افغانستان کې د خبرو پر دوام ټینګار وکړي، دا به د سولې د خبرو پر وړاندې د قصدي خنډ رامنځته کولو په معنا وي.

د افغانستان د حکومت او طالبان د تحریک مذاکراتي پلاوو دوحه کې له نږدې درېو میاشتو خبرو پایله د بین الافغاني مذاکراتو د جلسو پر کړنلاره او کاري اصولو توافق وکړ او ورپسې یې د دغو ناستو د اجنډا لیستونه هم تبادله کړل.

دواړو پلاوو اوس له مشرانو سره د مشورو لپاره د شلو ورځو دمه اخیستې او هوکړه شوې چې خبرې به بېرته د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۵مه پیلېږي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق