بسینا میدانوال
افغانستان د ګڼو نورو ناخوالو ترڅنګ د فساد له زشتې پدیدې سره مخ دی او په ټولو ادارو کې رنګارنګ فساد موجود دی. د دولتی ادارو سربیره په غیر دولتي ادارو، انجیو ګانو، خصوصي سکټور او آن لارو او کوڅو کې هم د فساد یو ډول شته او فاسدان په کې حاکمان دي.
پرون په بلخ کې درې سناتوران د فساد په جرم لاس په لاس نیول شوي دي. ملي امنیت او لویې څارنوالۍ یاده پېښه تائید کړې ده. دا په افغانستان کې د پراخ فساد یوه ډېره کوچنۍ بیلګه ده او دا په دې معنا ده چې هیواد د فساد له خورا ژور بحران سره مخ دی او که لاره چاره ونه سنجول شي، دا پدیده افغانستان له نابودۍ سره مخ کولی شي.
فساد له سړک او بازاره نیولې بیا تر ریاست، سنا، ولسي جرګې، وزارت او ارګه په ټولو ادارو کې حاکم دی. دغه وضعیت د افغانانو ژوند تریخ کړی دی. د فساد له امله نن ورځ افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی. دا چې افغانستان په نړیواله کچه ناکام او بدنام هیواد ګڼل کیږي، اصلي عامل یې فساد دی. همدا فساد دی چې په اداره او ټولنه کې د اصلاحاتو د راوستو مانع ګرځيدلی او نه پریږدي چې افغانستان د نړۍ د نورو هیوادونو په شان د پرمختګ پر لو حرکت وکړي. د جګړې اصلي عامل هم فساد دی. که چیرته فساد نه وای او پاک او روڼ حساب او کتاب وای، روان جنګ یوه میاشت هم دوام نه شوای کولی.
بدبختی دا ده چې د افغانستان هیڅ حکومت فساد مهار نه کړ. په وروستیو کې بیا فساد تر پخوا لا بنسټیز او سیستماتیک شو. هیچا هم دا نه انګیرله چې سنا دې هم په دې مرداري ککړه وي، په داسې یوه بنسټ کې چې باید د یوه مملکت د مشرانو هغه تر ټولو نخبه، پاک، سپیڅلي او په وطن مین کسان راټول شوي وي او د هیواد د ابادۍ او ارامۍ لپاره صادقانه هلې ځلې وکړي، اما له بده مرغه ولیدل شول چې زموږ د هیواد هیڅ ځای هم روڼ نه دی، او دا په رښتیا هم بدبختي ده.
ټولو ته ښکاره ده چې فساد تر بل هر ځای په هغو بنسټونو کې زیات دی چې د فساد پر ضد زیادې چیغې او نارغې وهي، نه ارګ پاک دی، نه وزارت او نه هم مجلسین او دا په افغانستان کې د یوه فاسد نظام اصلي عوامل دې چې ژورو اصلاحاتو ته اړتیا لري او دا اصلاحات له اساسي تغییراتو پرته نه شي راتلی. افغانان تمه لرې چې د دغه فساد ريښه به د سولې تر نامه لاندې د روانې کړې پروسې په واسطه له بېخه و ایستل شي او افغانان به د یوه پراخ بنسټه، ملي او کارا نظام څښتنان شي.