د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي په هېواد کې د وروستیو هدفي بریدونو او ماین چاودنو تر شا د طالبانو لاس بولي او زیاتوي چې د دوحې تر هوکړې وروسته طالب وسلهوالو د مذاکراتو پر مېز د امتیاز تر لاسه کولو لپاره خپلو ترهګریزو کړنو ته زور ورکړی دی.
نوموړي چې نن یې مشرانو جرګې ته د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکول وویل، طالبانو د مخامخ جګړې او لویو بریدونو وړتیا له لاسه ورکړې ده نو ځکه یې په هدفي بریدونو لاس پورې کړی دی.
د نوموړي په خبره، یو شمېر ترهګرو اعتراف کړی دی چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تر شوې هوکړې وروسته دغې ډلې په لوګر کې د عبیده په نامه یوه ډله جوړه کړې ده چې په خبره یې موخه یې د دولتي کارکوونکو، خبریالانو او مدني فعالانو ترور دی.
طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې یې په ډېریو ورته بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.