ولسمشر په وروستیو ورځو کې د واک د لیږد په اړه تازه لانجمنې څرګندونې کړي دي. هغه ویلي چې واک به د قانون پر اساس د خلکو په رایو ټاکل شوي نوي ولسمشر ته ولیږدوي. هغه له سي.ان.ان تلویزیون سره په یوه تازه مرکه کې دا هم ویلي چې له کومې ورځې چې دی واک ته رسیدلی دی په افغانستان کې ۴۰ زره ملیکان او نظامیان وژل شوي دي. نوموړي د امریکا له نوي ولسمشره غوښتي چې د سرتیرو د وتلو په برخه کې داسې تصمیم ونیسي چې د وتلو بهیر یې ډاډمن او د دواړو خواوو په خوښه وي.
ولسمشر په داسې حال کې د واک د قانوني لیږد خبره کوي، چې په هیواد کې د سولې بهیر ته خورا زیاتې هیلې راټوکیدلي دي. په قطر کې د سولې دوهم پړاو خبرې هم پیل شوي دي، چې دا ځل به مذاکراتي ټیمونه پر مهمو او سرنوښت ټاکونکو مسایلو جدي خبرې کوي، چې ممکن د ولسمشر د قدرت د خلع کیدو په بیه هم تمام شی.
اما د قطر بهیر له پرمختګ سره سره ولسمشر د سولې ضد دریځ لا هم پر خپل ځای دی او ټینګار لري چې د قانون مطابق به خپل ځای ناستي ته واک ولیږدوي. نومووړی په حقیقت کې د قانون اندېښنه نه کوي، بلکې د خپل واک د دوام غم په سر اخیستی. په داسې حال کې چې پهخپله ولسمشر په کراتو قوانینو ترپښو لاندې کړي او د واک په ټول موده کې یې هیڅکله هم قانون ته تسلیمي نه ده اختیار کړې، بلکې هر څه یې چې غوښتي هغه یې ترسره کړي دي.
کله چې په هیواد کې روانه جګړه د لسګونو زره خلکو ژوند تباه کوي، نو ایا د سولې لپاره له قدرت تېریدلو باندې نه ارزي؟! ولسمشر غني ته د خلکو ژوند مهم دی که د واک دوام؟ دوهـ درې کاله قدرت پر دې ارزي چې لسګونه زره هیوادوال یې د مرګ خوراک شي؟ ولسمشر د کوم قانون خبره کوي، هغه قانون چې دی خپله هم ورته ژمن نه دی او کله یې هم ورته دوه توته ارزښت نه دی ورکړی؟
ولسمشر ته ښايي چې لږ د ولس فکر کې هم شي، داسې نه شي کیدای چې غني دې په ارګ کې وي، خو که په نور ولس قیامت هم وي، پروا یې نه وي. داسې نه سوله راځي او نه یې هم ورسره څوک مني. ملت نور د ده له زعامت او حکومتدارۍ ترپوزې راغلی. نور په ولس کې هغه محبوبیت نه دی ورپاتې چې دی یې فکر کوي. تېرو ټاکنو یې وزن معلوم کړ چې ټول ولس د رایو په نه ورکولو سره خپله اراده معلومه کړه چې ورڅخه ستړی دی. ولسمشر غني که وغواړي یا ونهغواړي د افغانستان خلک سوله غواړي هغه که د ده د قدرت د پای ته رسیدو په بیه هم وي.