خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

د امریکا نوی حکومت او د سولې په اړه افغانانو غوښتنې!

د افغانستان د سولې پروسه یوه نسبتاً هیله بخښوونکي پړاو ته رسیدلې ده. هغه پړاو چې په کې د روان جنګ اور د مړه کیدو او د افغانانو د هوساینې پړاو پیلیدای شي. په همدې حساس پړاو کې بیا له بل لوري په امریکا متحده ایالتونو کې حکومت بدلیږي.

د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن په مشرۍ حکومت، د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له حکومت سره د پالیسیو له او عمل له اړخه خورا زیات توپیر لري. ویره هم دا ده چې د امریکا نوی حکومت به د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې او په ټوله کې د افغانستان د سولې له پروسې سره بې علاقه ګي ونه‌ښيي؟ پوښتنه دا ده چې د امریکا نوي حکومت به د سولې خبرې له هغه ځایه پیل کړي چې دریدلي دي او که پخواني هوکړې به ادلې بدلې کړي او له سره به نوې هوکړې هڅه وکړي چې په دې حالت کې د سولې خبرو د سبوتاژ ګواښ هم رامنځته کیږي او په افغانستان کې د اوسني حکومت او یو شمیر سوله ضد کسانو د هڅو په پایله کې به د سولې روان بهیر په ټپه ودریږي او جګړه به یو ځل بیا زور واخلي.

د افغانستان ټول ولس له روانې جګړې خسته او زړه توری دی او ټول په هیواد کې د جګړې اور د مړه کیدو او د سولې د ټینګیدو غوښتونکي دي. له همدې امله د امریکا نوی حکومت باید له طالبانو سره د سولې هوکړې او په ټوله کې د افغانستان د سولې له پروسې سره مسوولانه برخورد وکړي او په لا جدیت سره له دغې پروسې همکاري وکړي.

 افغانان تمه لري چې د امریکا نوی حکومت به د افغانانو له آرمانونو سره لوبه ونه کړي او د افغانانو اصلي غوښتنې ته به جدي پاملرنه وکړي. ولس پر دې باور دی چې د امریکا نوی حکومت به د افغانستان مسایلو ته جدي پاملره وکړي او د سولې نیمګړې پروسه به نتیجې ته رسوي، ځکه هم طالبان له اوږده جنګ وروسته دې باور ته رسیدلي چې جګړه د حل لار نه ده او هم نړۍ کې د افغان سولې په اړه اجماع رامنځته شوې. دا او نور عوامل د افغان سولې د پرمختګ او بریالي کیدو په خاطر اړین او اساسي توکي دي.

که څه هم د سولې روانه پروسه په هیڅ صورت د افغانانو له خوښې او غوښتنې سره مطابق پرمخ نه ده تللې او لا هم د بې باوریو او جګړو د دوام له امله د افغانانو باور سخته صدمه لیدلي، اما له دغو ناهیلیو او بې باوریو سره سره افغانانو ته دا هیله هم راپیدا شوې چې د افغانستان د جګړې غوټه به د خبرو له لارې خلاصیږي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق