خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

د سیستماتیک فساد نتیجه همدا نه ده؟!

د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه د پيسو او قیمتي توکو د قاچاق اندېښنې راپورته کړي دي. له یاد هوايي ډګر څخه د توکو او پیسو د قاچاق موضوع په لومړي ځل د اسلامی حزب مشر ګلبدین حکمتیار راپورته کړه. نوموړي تور پور کړ چې د حامد کرزي هوايي ډګر کې بې نوم او نښانه الوتکې کیني او پورته کیږي. نوموړي وویل، معلومه نه ده یادې الوتکې په کوم هوايي شرکت او هیواد پورې اړوندیږي، خو زیاته یې کړه چې دغو الوتکو کې قیمتي توکي او پېسې قاجاق کیږي. نوموړي ټینګار وکړ چې یادو الوتکو ته ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیول کیږي او د هوايي ډګر عادي امنیتي مسوولین او خدمه د توکو د ځای پر ځای کولو پر مهال له هوايي میدان څخه ایستل کیږي هم.

د ګلبدین حکمتیار له یادو څرګندونو یوه ورځ وروسته د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا متحده ایاللتونو د ارزونې ځانګړی ادارې یا سیګار هم د کابل له هوايي ډګر څخه د پيسو د قاچاق په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغې موضوع دوی اندېښمن کړي دي او باید مخه یې ونیول شي.

اما اوس پوښتنه دا ده چې دغه پیسې او توکي څوک، څنګه، د څه لپاره او ولې په پټه توګه انتقالوي؟

په افغانستان کې د فساد د سیستماتیک کیدو اندېښنې آن د ولسمشر محمد اشرف غني د قدرت په لومړیو ورځو رامنځته شوې. د اشرف غني د قدرت په اوایلو کې ویل کیدل چې فساد له منځه وړل شوی نه دی، بلکې د زیاتیدو ترڅنګ سیستماتیک او مرکز کړل شوی هم دی، چې د همهغه کار نتجیته دا دی اوس لیدل کیږي.

د افغانستان بانک د برېښنا د پرې کیدل، د سترو قراردادونو د تر لاسه کولو لپاره د تدارکاتو ملي ادارې رامنځته کیدل، د بیا رغونې لپاره په ارګ کې د ادارو ایجادیدل، د ارګ له لوري د عایداتي سرچینو د کنټرول تر لاسه کول، د ملي دسترخوان او کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د ځانګړو شویو پيسو چور او تالان، د هوايي ډګر لپاره د ارګ د ځانګړو ځواکونو د قوماندان ګمارل کیدل او د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د بې نوم او نښانه الوتکې کیناستل او د هغو د انځور خپریدل او په همدې ډول د مالیې د پخواني وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغنیدوال ګوښه کیدل، ټول د دې ښودنه کوي چې په افغانستان کې د فساد سیستماتیک ډول د افغانانو عامه شتمني لوټلې او اوس یې له افغانستانه د بهر کیدو لپاره لارې چارې لټول کیږي. ممکن یوه خاص کړۍ هڅه کوي چې په تېرو کلونو کې د شوي فساد د تر لاسه شوې پیسې  ـ چې ممکن اندازه یې اوس سلګونه او آن زرګونو میلیونو ډالرو ته رسیدلی وي ـ له دغې لارې بهر ته ولیږدوي.

په همدې خاطر ټینګار لرو چې دغه موضوع باید عادي او سرسري تېره نه کړل شي، بلکې د افغانستان ولسي جرګه، مدني ټولنې او نړیوال باید پر حکومت فشار راوړي چې واقعاً د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې څه روان دي او د چا له خوا کیږي؟ له شک پرته چې د واقعي فشارونو په پایله کې هرڅه روښانه کیدای شي او فاسدین ملت او خلکو ته څرګندیدای شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق