خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

پر جګړه ټینګار، سوله ګواښي!

په امریکا کې د حکومت له بدلیدو سره داسې ښکاري چې د افغانستان د سولې خبرې هم له ګواښ سره مخکیدونکې دي. له کومې ورځې چې جوبایډن سپینې ماڼۍ ته ننوتی، د افغانستان د حکومت په شفاهي او کتبي بیانونو کې د دریځ سختوالی ښکاري. داسې ښکاري چې افغان چارواکي له طالبانو سره د جګړې د بیا تودولو نیت لري.

په تازه کې د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب له نورو امنیتي چارواکو سره په یوه ناسته کې په څرګند ډول ویلي چې طالبان د سولې نیت نه لري او دغه ډله باید د جګړې له لارې وځپل شی. نوموړي د امنیتي بنسټونو مشرانو ته ویلي چې جګړې ته اماده و اوسي او طالبان باید له دې لارې مات کړل شي.

 له دغه شان څرګندونو یو ځل بیا د وینو بوی راځي. داسې معلومیږي چې حکومت د سولې د روان بهیر د ګډوډولو او له طالبانو سره د جګړې د تشدیدولو هوډ لري. طالبان هم د اوربند د نه منلو سره غواړي چې د سولې پر میز د زیاتو امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره د جګړې اور تود وساتي، ځکه له یوې خوا غواړي د سولې خبرې جاري وساتي او له بل لوري غواړي چې د جګړې له طریقه فشار راوړي.

اما که چیرته د افغانستان حکومت په رښتیا هم د سولې د روان بهیر پر ځای د جګړې لاره خپله کړي، لر ې نه ده چې د افغانستان جګړه تر دې هم خطرناکه شي او ګڼ ملکیانو به یو ځل بیا د جګړې د اور خوراک شي، ځکه طالبان د جګړې له طریقه نه ماتیږي. دا ثابته شوې ده او نړیوالو هم تائید کړې ده. نو چې نړیوالو هم دا منلې، بیا نو د افغانستان اوسني چارواکي د څه لپاره پر جګړه ټینګار لري. د دې جګړې لګښتونه څوک ورکوي، ځکه نړیوال خو تر اوسه په ظاهره د سولې د خبرو ملاتړ کوي؟ له پخوا هم معلومه وه چې یوه کړۍ د سولې د روانو هڅو پر وړاندې خنډ دی. دغې کړۍ له لومړي سره د سولې خبرو د پیل مخالفت کاوه او تر ننه یې خپل مخالفت ته ادامه ورکړې ده، چې دا دی اوس خبره بالکل ښکاره شوه چې همدغه کړۍ اوس نو د سولې پر ځای د جګړې لپاره تیاری نیسي. خو که په دې جګړه کې د ورځې سلګونه افغانان هم ووژل شي د دوی هیڅ پروا هم نه‌شته، د دوی واک او قدرت دې دوام ولري، ملت که به دوزخ کې هم وي، وي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق