خبرهای مرتبط

جمع

بیش از یک میلیون بوتل سیرم از افغانستان به عراق صادر شد

یک شرکت دواسازی به نام میلی شفا، به ارزش...

تاکید سازمان همکاری اسلامی بر حق تحصیل زنان و دختران و ایجاد دولت فراگیر در افغانستان

پانزدهمین اجلاس سران کشورهای عضو سازمان همکاری اسلامی با...

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

د سولي ضد هڅو زور اخیستی!

که څه هم د امریکا نوي حکومت د سولې لپاره د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کار د دوام خبر ورکړی، اما د پنټاګون نوي دریځ د سولې په اړه د امریکا پالیسیو کې د څه نا څه بدلون ښودنه کوي او ممکن د یاد هیواد د نوي حکومت له لوري له طالبانو سره د شوې هوکړې له ارزونې وروسته د سولې روانۍ خبرو کې هم بدلون راشي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې طالبانو له امریکا سره په شوې هوکړه عمل نه دی کړی او له همدې امله دوی په ټاکلې نیټه له افغانستان څخه سرتېري نه وباسي. د امریکا دفاع وزارت دا هم ویلي چې له افغانستان د سرتیرو ایستل په حالاتو پورې تړلې ده او تر اوسه چې معلومیږي طالبانو نه تاوتریخوالي کم کړی او نه یې په شوې هوکړه چندان عمل کړی دی. طالبانو بیا په مسکو کې ویلي چې له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن دي او په کابل او نورو ښارونو کې بریدونه د دوی جنګالي نه کوي. دوی د بهرنیو ځواکونو د شتون د دوام په اړه هم خبرداری وکړی او ویلي یې دي چې دوام به یې د جګړې د دوام په معنا وي.

له کومې ورځې چې د امریکا په متحده ایالتونو کې حکومت بدل شو، دلته افغانستان کې د یو شمیر کړیو له لوري د سولې ضد هڅو زور واخیست او ښکاري چې د سولې روانې هڅې سستیدونکې دي. د امریکايي چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري چې له طالبانو سره په هوکړه ممکن عمل ونه‌شي او له افغانستانه په ټاکلې نه نېټه ونه وځي، چې دغه ډول دریځ په‌خپله د راتلونکي کال لپاره د جګړې د ډګر د تودیدو زنګ دی.  تر دې وړواندې هم په رسنیو داسې راپورونه خپاره شول چې افغان حکومت د راتلونکي کال پسرلي ته ـ چې د جګړې موسم ګڼل کیږي ـ تیاری نیسي.

که چیرته په رښتیا هم د سولې روانې هڅې سبوتاژ شي چې حکومت یې له لومړي سره هڅې پیل کړې دي، دا به د افغانستان د جګړې د نوي او تباه کوونکي فصل د پیل په معنا وي، ځکه طالبان د سولې د خبرو په جریان کې ناتوانه شوي نه دي، بلکې له امریکا سره د شوې هوکړې له امله یې پیچلې پریدونه کم کړي دي او که د سولې خبرې ناکامې شي ممکن هیواد د خورا سختو او شدید جګړو شاهد وي.

زموږ په باور د سولې لپاره له اوږدې جګړې وروسته طلايي فرصت رامنځته شوی دی او دا فرصت یوازې طالبانو ته نه دی، بلکې حکومت او د امریکا په ګډون بهرنیانو ته هم دی. په همدې اساس ټینګار مو دا دی چې ټول لوري د سولې روانې پروسې ته ژمن شي او هر څومره ژر چې کیږي دغه بهیر بریا ته ورسوي، ترڅو افغانان له روانو تحمیلي جګړو خلاص شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق