خبرهای مرتبط

جمع

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

عباس ستانکزی: د نوي اسلامي حکومت د راتلو له امله باید اشرف غني استعفا ورکړي

«د امریکايي چارواکو له لوري د دوحې پر هوکړه بیا کتنه د دې تړون د لغوه کیدو په معنا نه ده»

مینه پال: ولسمشر غني د خلکو د رایو پر اساس ټاکل شوی او واک به نوي انتخاب  شوي ځای ناستي ته پریږدي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی محمد عباس ستانکزی وايي، چې اشرف غني دې ژر تر ژره استعفا ورکړي، ځکه په بین الافغاني مذاکراتو کې پر نوي اسلامي حکومت هوکړه کیږي. هغه په مسکو کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «که دغه نن اشرف غني له جګړې لاس واخلي، او ووايي چې زه استعفا ورکوم او د سولې لپاره قرباني ورکړي. موږ حاضر یو چې له نوي حکومت سره خبرې وکړو.»

محمد عباس ستانکزی وايي چې که اشرف غني استعفا ورکړي، نو دوی چمتو دي چې جګړه ختمه کړي؛ ځکه په وینا یې د ټولو لوریو لومړیتوب دا دی چې د اوسني حکومت پر ځای دې داسې نظام رامنځته شي چې ټول لوري ورباندې توافق ولري.

ستانکزی د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټیم په اړه وايي: «مقابل لوری(مذاکراتي ټیم) دا صلاحیت نه لري، دوی هره موضوع کابل ته راجع کوي، کابل کې بیا یو نظر نه‌شته، بیلابیل نظریات دي؛ په هرصورت، پروسه ځڼډیدلې ده. موږ دې ته متعهد یو هره پرېکړه چې د میز پر سر کیږي، د نظام په اړه کیږي د حکومت په اړه کیږي. موږ په افغانستان کې داسې یو حکومت غواړو چې د ټولو افغان اقشارو ته د منلو وړ وي.»

عباس ستانکزي ویلي: «موږ وایو چې ښاغلی غني د غیر قانوني لارې له طریقه قدرت ته رسیدلی دی. د سولې لپاره باید ښاغلي ته دا بهتره وي چې استعفا ورکړي او قدرت د افغانستان واقعي استازو ته وسپاري. د دې لپاره چې فعلاً خبرې رواني دي او د خبرو په دوام کې به پر یوه نوي حکومت توافق وشي او اشرف غني د حکومت بدیل به وي.»

ستانکزی زیاتوي، د امریکايي چارواکو له لوري د دوحې پر هوکړه بیا کتنه د دې تړون د لغوه کیدو په معنا نه ده، ځکه په وینا یې د امریکا او طالبانو ترمنځ یو ځانګړی کانال رامنځته شوی چې د دواړو لوریو ژمنې څاري.

ستانکزی وايي: «دا چې په امریکا کې بیلابیلو اشخاص په بیلابیلو ډولو بیانیې ورکوي، دا د دوی شخصي کار دی، خو د امریکا مذاکراتي تیم چې د هغه په مشرۍ کې ښاغلي خلیلزاد دی، هغوی داسې کومه ستونزه موږ سره نه لري او موږ داسې کانال لرو چې زموږ نظامیان د دوی له نظامیانو سره کیني او د افغانستان په داخل کې چې څه موضوعات واقع کیږي، روزانه بحث کوي.»

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي چې محمد اشرف غني د ولس د رایو پر اساس ټاکل شوی دی او د خپل قدرت د مودې له پوره کیدو وروسته به واک هغه چا ته پریږدي چې د خلکو د رایو پر اساس ټاکل شوی وي.

په ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وايي، چې مسکو په افغانستان کې د روانې جګړې د ژر تر ژره ختمیدو غوښتونکی دی. یاد وزارت وايي، چې افغانان دې سره جوړ راشي چې په پایله کې یې یو اغزیمن او ملي حکومت رامنځته شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یاد غړي په داسې حال کې له اشرف غني څخه د استعفا غوښتنه کوي چې وړمه ورځ د افغانستان د مذاکراتي ټیم غړي امین احمدي په یوه غږیز کلیپ کې ویلي وو چې موقت حکومت راتلونکی دی او د غني لپاره باید تر دې زیاته قرباني ور نه کړل شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق