پکتیا کې د سولې په تړاو جوړې شوې غونډه کې د دې ولایت قومي مشرانو هېواد کې د جګړې پر زیاتوالي اندېښه وښوده او د جګړې له دواړو غاړو یې وغوښتل چې نور دې خپلو کې اوربند وکړي. د غونډې ګډونوال غازي نواز تڼی ادعا کوي چې حکومت کې ځينې کړۍ نه غواړي په هېواد کې تلپاتې سوله راشي.
د پکتیا یو شمېر قومي مشرانو د هېواد په ډیری ولایتونو کې بیا د وسلهوالو طالبانو لخوا وروستیو بریدونو ته په اندېښنې سره وویل، چې دغه ډله باید جګړه ودروي او د سولې لار خپله کړي. په ټوله کې خلک په قطر کې د سولې په روانو خبرو بې باوره شوي دي او وايي چې د سولې لپاره د حکومت او طالبانو تر منځ دویم پړاو خبرې به هم له کومې مثبتې پایلې پرته پای ته ورسیږي.