خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

سلیوان: د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره د پخواني حکومت د هڅو کلک ملاتړ کوو

د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وايي، چې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره د پخواني حکومت له هڅو کلک ملاتړ کوي.

د جوبایډ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وايي، سره له دې چې د دوحې پر توافق له سره کتنه کوي، خو د ټرمپ په مشرۍ د پخواني ادارې له خوا افغانستان کې د ښکیلو خواوو ترمنځ د خبرو د ملاتړ او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي حل په هدف یو چوکاټ رامنځته شوی چې دوی کلک ملاتړ ترې کوي.

سلیوان وايي: «د پخوانۍ ادارې له خوا افغانستان کې د متقابلو خواوو ترمنځ د خبرو د ملاتړ او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د عادلانه او دوامداره سیاسي حل لپاره یو چوکاټ رامنځته شو او دا هغه څه دي چې موږ یې هم کلک ملاتړ کوو. موږ د امریکا او طالبانو هوکړه او زموږ پر ځواکونو د هغوی اغیزو ته د کتنې ترڅنګ وایو چې د افغان حکومت، طالبانو او نورو ترمنځ عادلانه او دوامدارې نتیجې ته د رسیدو ملاتړ وکړو.»

نوموړي چې د امریکا د سولې انستیتیوت ته په یوه انلاین غونډه کې خبرې کولې وویل چې دوحې په توافقنامه کې د دوه زره پنځه سوه عسکرو وتل تر مې میاشتې ضرب‌الاجل ټاکل شوی، خو په دې هوکړه کې طالبانو هم ژمنه کړې چې له القاعده سره به اړیکې پرې کوي او له افغان لوري سره به رښتیني مذاکرات کوي.

سلیوان زیاتوي: «طالبان باید په رښتیني ډول د تل لپاره د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، دوهم دوی باید د تاوتریخوالي کچه په معناداره توګه راکمه کړي او اوربند ته رسیدو کې برخه واخلي او درېیم دا چې دوی په رښتیني ډول ـ نه په جعلي توګه ـ له افغان حکومت سره خبرې وکړي.»

په دې انلاین بحث کې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت مشاور له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو خروج د ټرمپ د ادارې ویاړ ګڼي او هیله څرګندوي څو له طالبانو سره د دوحې توافقنامه بریالي شي او وساتل شي: «موږ دا مهال خپلو کورونو ته د امریکايي ځواکونو د ایستلو په حال کې یو. له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو ډېر خوښ یو. دا د ټرمپ د ادارې میراث دی چې ویاړ پرې کوو. هیله ده چې له طالبانو سره توافقنامه له ماتې سره مخ نه شي. موږ باید دغه توافقنامه وساتو او ملاتړ ترې وکړو.»

د دوحې له پروسې څخه د امریکا د نوې ادارې ملاتړ داسې مهال دی چې وړمه ورځ د طالبانو د قطر دفتر مرستیال عباس ستانکزي وویل چې د سولې پر وړاندې اصلي خنډ اوسنی حکومت دی چې د نوموړي دغه څرګندونې د افغان حکومت له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق