د طالبانو د واکمنۍ د ماليې وزیر ملا معتصم اغاجان وايي، د افغان حکومت او طالبانو له لوري پر خپلو دریځونو ټینګار د دې سبب شوی چې قطر کې د سولې خبرې له بنبست سره مخ شي.
نوموړي ویلي، نه افغان حکومت د دې توان لري چې طالبان په زور د نظام برخه وګرځوي او نه هم طالبان کولی شي چې اوسنی نظام له منځه یوسي، نو اړتیا ده چې یوه داسې د حل لاره پيدا شي، چې ټول پرې توافق ولري.
نوموړی له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره د سیاسي او جهادي مشرانو منځګړیتوب مهم بولي او وايي، چې یاد مشران دې د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره پر دواړو خواوو فشار راوړي. هغه په هېواد کې روانې هدفي وژنې د هغو کړیو کار بولي چې د سولې پروسې په سبوتاژ کې خپلې ګټې لټوي او په وینا یې دغو کړیو لکه څنګه چې له جګړې څخه په خپله ګټه کار واخیست اوس هڅه کوي چې د سولې پروسې په سبو تاژ سره خپلې کټې خوندي کړي.