خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

طالبان: د دوحې تړون عملي کیدل د ټولو په ګټه دي

وسله‌وال طالبان د امریکا، اروپايي ټولنې او ځینې نورو هېوادونو دا څرګندونې له حقیقت لرې بولي چې دا ډله «بې موجبه جنګ ته دوام ورکوي، ملکي خلک وژني، عام المنفعه ځایونه ویجاړوي او په هدفي وژنو کې لاس لري.» د وسله‌والو طالبانو د دوشنبي ورځې دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د جنورۍ پر لومړۍ په کابل کې د اروپايي ټولنې ماموریت له طالبانو وغوښتل، تاوتریخوالی او د زېربناوو ویجاړول پای ته ورسوي.

په ورته مهال د امریکا سفارت هم یوه ټوېټ کې ویلي: «طالبان باید پر دې پوه شي چې د هغوی ویجاړوونکي او له تاوتریخوالي ډک اعمال نړۍ په غُصه کوي.» د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپله اعلامیه کې وايي: «کوم تورونه چې دوی لګولي حقیقت نه لري.»

د امریکا سفارت له وسلوالو طالبانو دا هم غوښتي چې د سولې لپاره له تاوتریخوالي لاس وخلي او اروپايي ټولنې هم پر دې ډله غږ کړی چې سولې ته خپله ژمنتیا وښيي. خو وسله‌وال طالبان خپله اعلامیه کې وايي، چې دې ډلې تل د ستونزې د اواري لپاره پر خبرو ټینګار کړی دی.

دوی دا هم وايي، که د دوحې تړون پلی شي، د امریکا، د نورو ښکیلو هیوادو او افغانانو په ګټه دی: «برعکس که څوک د دوحې تړون له نظره وغورځوي، د جګړې دوام او د اشغال تمدید ته بهانې ولټوي، نو افغان مجاهد ولس لکه په تاريخ کې چې یې ثابته کړې له خپلو ارزښتونو، خاورې، هيواد او حقوقو څخه په میړانه دفاع کولی شي.»

خو په دوحه کې له طالبانو سره د حکومت مذاکراتي ډلې د یکشنبې په ورځ د انلاین خبرې غونډې له لارې وویل له شاوخوا دوو اوونیو د دوی او طالب استازو تر منځ هېڅ خبرې نه دي شوې. بي بي سي لیکي چې د افغان دولت مرکچي پلاوي یوه غړي محمد رسول طالب زیاته کړه چې طالبانو په دوحه کې د مذاکراتو مېز پرېيښی او د سولې بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق