د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وايي، چې جګړه د حل لاره نه ده او ټولې ستونزې دې د خبرو له لارې حل شي.
د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله چې د امیر علي شیر نوايي د زیږیدو د ۵۸۰ کالیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته خبرې کولې وویل چې ښکیل لوري دې خپلې غوښتنې د خبرو پر میز کیږدي.
ښاغلي عبدالله وویل: «د سولې خبرو د نه دوام لپاره هیڅ پلمه او دیل نهشته، که چیرته ټاکنه همدا وي، چې مسئله په جګړه حل کیږي، خدای نه خواسته د دې معنا دا ده چې په دې هیواد کې کلونه کلونه جګړه وي. په جګړه یې هیڅ لوری هم یو طرفه کولی نهشي. په عقل، په تفکر په اندیشه، په بحث، په جدل او د یو بل په منلو، د هغه وخت یو خصلت د یو بل منل و.»
عبدالله عبدالله په هیواد کې د وروستیو هدفي وژنو په اړه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې ددغو پېښو تر شا چې کوم کسان دي، یوه ورځ د دې ملت غوښتنو ته سر ټیټوي.