خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

د اسلامي همکاریو سازمان: د افغان سولې لپاره دې ټول اړخونه هڅو ته دوام ورکړي

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې وروستي بمي بریدونه، هدفي وژنې او د تاوتریخوالي زیاتیدل محکوم کړل چې په تیرو څو ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.

د اسلامي همکارۍ د سازمان عمومي منشي یوسف بن احمد العثیمین، د یو بیان په خپرولو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه او د ټولو اړخونو څخه یې وغوښتل چې د سولې هڅو ته پاملرنه وکړي او په بین الافغاني خبرو کې د بریالیتوب د ترلاسه کېدو هڅه وکړي. هغه یو ځل بیا افغانستان سره د سولې، امنیت او ودې پر لور د دې سازمان په همکارۍ ټینګار وکړ.

د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې هم د روانې اونۍ په پیل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د علماو، د بشري حقونو د مدافعینو او مدني فعالانو هدفي وژنې وغندلې او پر ملکي وګړو باندې برید یې د ټولو آسماني ادیانو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل وګاڼه.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق