خبرهای مرتبط

جمع

ملگري ملتونه: افغانستان د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو لپاره خطرناک هیواد دی

د ملګرو ملتونو سازمان نوي راپور کې راغلي چې افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو مرګ ژوبله خورا لوړه شوې ده او دغه ډلګۍ عمداً هدف ګرځول شوي دي.

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي چې یوازې د بین الافغاني خبرو په جریان کې ـ چې له پنځو میاشتو کمه موده ده ـ د بشري حقونو پنځه فعالان او ۶ خبریالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

دغه راپور په همدې ډول وايي، چې د ۲۰۱۸ کال له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر وروستۍ نېټې پورې په افغانستان کې ۳۳ خبریالان او د رسنیو فعالان او د بشري حقونو ۳۲ فعالان وژل شوي دي.

د راپور تر ټولو بوږنووکې برخه دا ده چې وايي، د ټولو هدفي بریدونو مسوولیت یو لوری هم پر غاړه نه اخلي. یوناما وايي، چې دولت د هدفي بریدونو مسوولیت پر طالبانو ور اچوي او طالبان یې بیا په حکومت کې پر یو شمیر کړیو باندې اچوي. دغه راپور وايي، چې د اسلامي دولت ډلې غړي هم د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د غږونو د خاموشولو په هڅه کې دي.

راپور دا هم وايي چې پر خبریالانو، د رسنیو فعالانو او د بشري حقونو پر فعالانو د هدفي بریدونو له امله یو شمیر کسان له افغانستان څخه تښتیدلي دي، یو شمیر نورو خپل کورونه او د اوسیدنې ځای بدل کړی او یو زیات شمیر نور بیا د خپلو فعالیتونو د سانسور هڅه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دېبورا لیوز به دې اړه ویلي: «افغانان پراخې مدني فضا ته اړتیا لري او دوی د دې وړتیا هم لري. افعانان داسې ټولنې ته اړتیا لری چې خلک یې په ازاده توګه خپل فکر بیان کړي، ازاد لیکل وکړي او غږ پورته کړي.»

هغې ویلي، د هر پرانیستې ټولنې لپاره د بشري حقونو او رسنیو فعالیت خورا مهم دی: «په داسې حال کې چې د سولې خبرې رواني دي او د خبرو له لارې د تاوتریخوالي پر پای ته رسیدلو باندې تمرکز کیږي، د رسنیو او بشري حقونو فعالانو غږ باید تر بل هر وخت رسا وي، اما برعکس عږونه غلي کیږي.»

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د خوندیتوب لپاره ځینې سپارښتنې هم کړي دي. دغه سازمان د افغانستان له حکومته غوښتي چې یو اغیزناک میکانیزم جوړ او د یادو بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو د وژنو پېښې په کې په بې پرې ډول وڅېړي.

دغه سازمان پر طالبانو هم غږ کړی چې د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو د ژوند په خوندي کولو کې دهڅو ترڅنګ دغه بریدونه وغندي او که چیرته ورباندې شکونه کیږي د هغو په اړه وضاحت ورکړي، که یې جنګالي په کې ښکیل وي هغوی سره حساب وکړي.

دغه سازمان له نړیوالو هم غوښتي چې د افغانستان په اوسنیو حساسو شرایطو کې د بشري حقونو او رسنیو ملاتړ ته ادامه ورکړي او دغه هیواد پرې نه ږدي چې بیرته شا ته وګرځي.

دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې په وروستیو کې په افغانستان کې د خبریالانو او نورو فعالانو لپاره وضعیت خورا ترینګلی دی، چې ډیر هدفي بریدونو کې له همدغه قشر څخه قربانۍ اخیستل شوي دي. څو اوونۍ دمخه په کابل کې یو شمیر سفارتونو هم د خبریالانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق