خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

د طالبانو د سرخلاصي لیک په اړه

په تازه کې طالبانو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا متحده ایالتونو له ولس څخه غوښتي چې خپل حکومت باندې فشار راوړي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي. دا لیک په داسې مهال لیږل کیږي چې په وروستیو کې داسې خبرونه تاوده شوي چې ګني د روان کال د مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونه پاتې کیږي.

 که څه هم لا د امریکا د نوي حکومت له لوري د دوحې تړون د ارزونې او بیا کتنې بهیر لا بشپړ شوی نه دی او لا د یادې هوکړې په اړه د امریکا متحده ایالتونو رسمي دریځ څرګند نه دی، اما په خپله جوبایډن داسې اشارې ورکړي چې ممکن له مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې خپل ځواکونه پریږدي. نوموړي د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر مذاکراتو او سیاسي حل هم ټینګار کړی.

 په ورته مهال د ناټو سازمان هم ویلي چې په افغانستان کې د مې له میاشتې وروسته هم خپل ځواکونه پریږدي او د دوحې په هوکړه کې ‌ذکره شوې نېټه باندې خپل ځواکونه نه وباسي. یاد سازمان طالبان د دوحې هوکړې به نقض باندې هم تورن کړي او ویلي یې دې چې که ځواکونه وباسي نو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خونډي پټنځای بدلیدونکی دی، چې دغه حالت د ناټو لپاره د زغم وړ نه دی او ممکن یو ځل بیا له دې ځایه پر دوی او متحدینو یې بریدونه پلان او ترسره شي.

اما طالبانو په خپل لیک کې په زغرده ویلی چې له افغاني جهتونو سره د افغانستان د څلویښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره نتیجې ته رسیدای شي او اړتیا نه ده چې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو لپاره پلمې ولټول شي. طالبانو تر دې وړاندې هم د امریکا او ناټو ځواکونو د پاتې کیدو په صورت کې د جګړې د پیا پیلولو ګواښونه کړي و.

په داسې حال کې چې د دوحې هوکړه شوې او تر یو ځایه هم طالبانو له سترو بریدونو لاس اخیستی، اما ولې د دوحې هوکړه د ماتیدو له ګواښ سره مخ ده؟ که طالبان بریدونه نه کوي، نو بیا دې نړیوالو ته وضاحت ورکړي او په تحقیقاتو کې دې ورسره مرسته وکړي؛ اما که چیرته یې په رښتیا هم نه کوي او حکومت او بهرنیان هم په دې بوهیږي، بیا خو معلومیږي چې خبره ډېره خرابه ده او جګړه به کلونه نور هم ادامه ولري، ځکه لا د باور فضا نه ده جوړه او دواړه لوري دروغ وايي او یوازې افغان وژنې او خپلو پلیتو لوبو ته یې زمینه برابره کړې ده او دا هرڅه د هیڅ لوري په ګټه هم نه دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق