خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

کابل کې د ترکیي سفیر: د سولې له رامنځته شوي فرصته باید پوره استفاده وشي

«ترکیه د یو پړاو خبرو د کوربتوب ترڅنګ، د افغان سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.»

«جګړو افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ کړی، خو تر ټولو اساسي ستونزه د افغان مشرانو ترمنځ د یووالي نه شتون دی.»
  • د سولې پروسې ځانګړو مرکو لړۍ
  • لیکوال: صفی الله ملاخیل

د راتلونکې مارچ په میاشت کې د افغانستان او ترکیې د رسمي اړیکو سل کاله پوره کیږي. افغانستان او ترکیې دوه ویاړلي او تاریخي هیوادونه دي. دواړو ملتونو د تاریخ په اوږدو کې ګڼ افتخارات  لرلي او دواړه هیوادونو د تېرو سلکونو په جریان کې خورا نږدې او دوستانه اړیکې پاللي دي. د افغانستان او ترکیې دوستي د ملتونو ترمنځ ده او له همدې امله یې دوام موندلی او د لا پراختیا په هڅه کې یې دي.

دنیا ورځپانې د سل کلنې دوستانه اړیکو په پار په کابل کې د ترکیې له سفیر ښاغلي اوزان ارطغرل سره ځانګړې مرکه کړې او د دوه اړخیزو اړیکو، سولې، بین الافغاني مذاکراتو او یو شمیرر نورو مسایلو په اړه یې له نومومړي سره خبرې کړي چې تاسو درنو لوستونکو ته یې وړاندې کوو.

په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي اوزان ارطغرل وايي چې په افغانستان کې سوله د ترکیې په ګډون د ټولو هیله ده. نوموړي له دنیا ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې وویل، پوره هڅې باید وشي چې د افغانستان لپاره د سولې په خاطر له رامنځته شوي فرصته استفاده وشي او افغانان سولې او ثبات څښتنان شي.

ښاغلي ارطغرل د افغانستان او ترکیې دوستانه تاریخي اړیکو ته په اشاره وویل، هیواد یې حاضر دی چې د افغانستان د سولې پروسې کې اغیزمن رول ولوبوي. دی زیاتوي، چې ترکیه اماده ده چې د سولې د بین الافغاني خبرو د یو پړاو د کوربتوب ترڅنګ د افغانستان د سولې په پروسه کې فوق العاده بې پرې او رغوونکی رول ولوبوي.

ښاغلي ارطغرل په دې مرکه کې وویل چې د افغانستان د سولې لپاره خورا ښه او مناسب فرصت برابر شوی دی او د افغانستان خلک باید ترې استفاده وکړي او خپلې خاورې ته امن او امان راولي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې په لومړي ځل د درې ورځني اوربند په ټینګیدو سره ثابته شوه چې افغانان سولې ته څومره تږي دي او په سوله کې څومره ښګڼي دي. دی وايي، د افغانستان د دولت او د طالبانو د ډلې ترمنځ د درې ورځني اوربند کې خلک ډېر خوشحاله وو او ولسونه د سولې مزه وڅکله چې باید لا زیات کارو شي او د تل لپاره دجګړې اور پای ته ورسیږي.

ارطغرل د خپلو خبرو په دوام وویل، په افغانستان کې امنیتي وضعیت خورا ترینګلی دی او افغانان د جګړې د دوام زغم نه لري، ځکه په وینا یې څه باندې څلور لیسیزې کیږي چې د دې وطن خلک په جګړو کې دي او هرڅه یې ورته له منځه وړي دي. نوموړي د جګړې له امله د رامنځته شویو بدبختیو یادونه هم وکړه او ویې ویل، روانې جګړې، فقر، بې کاري او لسګونه نور افتونه له ځان سره راوړي دي.

د ترکیې سفیر وویل چې افغانستان اوس ډېر تغییر کړی دی او د افغانستان دولت اوس یو لړ ارزښتونو څښتن دی چې د سولې خبرو په جریان کې باید وساتل شي. نوموړي وویل، طالبانو ته هم دا خورا ضروري ده چې د افغانستان د ټولنې د وروستیو کلونو راسته راوړنې او موجود واقعیتونه درک کړي او داسې سولې ته غاړه کیږي چې د افغانستان وروستي ارزښتونه خوندي او لا تقویه شي.

نوموړي په همدې ډول د سولې د ولاړ حالت په اړه وویل چې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی او دواړه لوري باید د خبرو پر میز سره راغونډ شي: «موږ باید متیقین شو چې د سولې خبرې نه ځنډیږي.» نوموړي زیاته کړه چې د جګړې له لارې هیڅ لوری بریالی کیدای نه شي، نو اړتیا ده چې هر څه د خبرو پر میز مطرح شي او ټول اختلافات د خبرو له لارې حل شي. ده زیاته کړه چې وروستي تاوتریخوالي او وژنې د سولې خبرو ته زیان اړولی شي:«خبرې او جګړې په یوه وخت کې د حل لار نه ده او باید اور کم وشي.»

نوموړي د موقت حکومت او د سولې خبرو په لړ کې د یو لړ تغییراتو د راتلو په اړه وویل، «دا زموږ دنده نه ده، چې افغانانو ته ووایو چې څه وکړي او څه نه کړي» بلکې پر هر هغه څه باندې چې ټول افغان لوري سلا شول او هغه جوړښت یې د خپل ځان په ګټه وباله، نړیوالې ټولنې او نورو هیوادونو هم ترې ملاتړ وکړ، ترکیه هم د افغانانو ارادې ته پوره احترام ږدي او «هر هغه اقدام چې د سولې د ټینګیدو او جګړې د ختمیدو سبب شي، موږ یې ملاتړ کوو.»

هغه وویل چې د سولې د خبرو په جریان کې دواړه خواوې د علماوو، پوهانو او هیوادونو مشورو ته اړتیا لري، ترڅو د سولې خبرې له بندون سره مخ نه شي له همدې امله ټینګار لري چې ټول هیوادونه باید د افغانستان د سولې په پروسه کې د اسانچاري رول ولوبوي او په دې برخه کې د افغانستان له وګړو سره مرسته وکړي.

نوموړي د سولې خبرو په تړاو د خلیلزاد د رول په اړه وویل چې نوموړي فوق العاده رول لوبولی دی. ده زیاته کړه چې د افغانستان د سولې پروسه اسانه نه ده او همدا خلیلزاد و چې د خپلو تجربو او هڅو پر مټ یې د سولې خبرې تر دغه سرحده راورسولې. هغه وویل چې د که هر څوک د خلیلزاد په نقش کې قرار ولري چارې به یې اسانه نه وي، «نو هغه فوق العاده ښه کار کړی او کار یې د قدر وړ دی.»ده ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې پروسه اسانه ده، نه هم ډېر ژر نتیجه ورکولی شي، که څه هم ټول همدا غواړي چې ژر پایلې ته ورسیږي، اما له دې سره سره د سولې پروسه وخت ته اړتیا لري.

ده په وروستیو کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو، د امریکا او طالبانو د هوکړې ارزولو او د جګړې د پیل د امکان په اړه وویل چې که چیرته امریکایان په افغانستان کې پاتې کیږي هم باید حکومت او طالبان وپوهوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د سولې لپاره مناسب سیمه‌ییز او نړیوال فرصت برابر شوی دی او اوس افغانانو نوبت دی چې خپل ټول اختلافات یوې خوا ته پریږدي او سره جوړ راشي. ښاغلي ارطغرل ټینګار وکړي چې دمګړۍ افغانستان له ګڼو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګریوان دی، خو زیاته یې کړه چې تر ټولو ستره ستونزه په افغانستان کې د مشرانو او رهبرانو ترمنځ اختلافات دي. هغه وویل چې تر ټولو اساسي ستونزه همدغه ده او باید افغان مشران خپل ټول اختلافات یوې خوا ته پریږدي او د سولې په راوستو تمرکز وکړي.

د ترکیې سفیر وویل چې هیواد یې هڅه کوي، څو د افغانستان او د پاکستان هیوادونه ګډو او نږدې همکاریو ته وهڅوي. هغه وویل چې دوی له دواړو خواوو سره کارو وکړي، څو اختلافات یوې خوا ته پریږي او پر مشترکاتو سره راټول شي. ده زیاته کړه، هڅه کوي چې دواړه هیوادونه سره پر یوه میز کینوي، څو پر خپلو مشکلاتو او ستونزو خبرې وکړي او هغه څه چې دواړه خواوې تر ویره لري د میز پر سر ورباندې بحث وکړي او حل لار ورته ولټوي.

نوموړي د ایران د رول او په وروستیو کې تهران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه وویل چې اوس هغه وخت رارسیدلی چې د افغانستان ګاونډیان او نړیوال ټول د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق