پي بي ایس د امریکا- طالبانو د دوحې هوکړې ته په اشارې ویلي چې طالبانو په خپله په لوی لاس د مذاکراتو په ځنډولو سره له افغانستان څخه د سرتېرو وتلو نېټه پای ته ورسوله.
راپور کې د چارو د شنونکو له قوله د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چېرته طالبان ژمن پاتې شوي وای نو سرتېري له افغانستان څخه وتل که څنګه راغلي، بې له شکه چې شوی تړون که هر څه و، خو که چېرته طالبانو پر خپلو ژمنو عمل کړی وای، امریکا د خپل اعتبار ساتلو لپاره هم خپل سرتېري له افغانستان څخه ایستل.
په راپور کې راغلي، امریکا د سرتېرو ایستلو ته تیاری نیوه، خو کله چې طالبانو جګړې ته زور ورکړ، نو امریکا مجبوره شوه چې دا تړون له سره وارزوي، ځکه هغوی ووېرېدل چې که چېرته سرتېري وباسي، نو طالب ډله به په زور واک ته د رسېدو هڅه وکړي.
خبریال ژن فرګوسن د تر ټولو اوږدې جګړې تر عنوان لاندې راپور کې ویلي، د امریکا نوې اداره هم غواړي چې دا جګړه پای ته ورسوي، خو په دې توپیر چې هم به د افغانستان د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي کوي او هم به دا ډاډ تر لاسه کوي چې دا هېواد یو ځل بیا د امریکا او نړۍ لپاره د یو ګواښ په توګه نه پاتې کېږي.