د هیواد پر روانو ناامنیو ژوره خواشیني څرګنده کړې
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې پر روانو ناامنیو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. د کرزی له مطبوعاتي دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پخواني ولسمشر پرون د هېواد د مختلفو ولایاتو له یو شمېر مشرانو، مخورو او ځوانانو سره کتلي دي.
سرچینه کاږي چې په دغه لیدنه کې له ښکېلو افغاني لورو غوښتل شوي چې له جنګي اعمالو او تبلیغاتو په کلکه ډډه وکړي او د سولې خبری بیا پیل کړي.