لیکوال: صفیالله ملاخیل
که څه هم د اسلامي جنبش ګوند مشر او د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم په وروستیو کې یو ځل بیا حکومت ته نږدې شوی دی، اما له طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشاره زیاتوي چې که چیرته د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي، د موقت حکومت ننګه کوي.
ښاغلي دوستم له بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې که د تېر شلو کالو لاسته راړونې خوندي شي نو ښایي پهخپله ولسمشر محمد اشرف غني هم لنډمهالي حکومت سره مخالفت ونهکړي.
خو دوستم دا هم وایي، که طالبان په دوحه کې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي نو بیا د افغان دولت مرکچي پلاوي ته هم پکار نه ده چې سوال ورته وکړي، او بېرته دې راشي. هغه تور لګولی چې طالبان دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي ته په سپکه ګوري او خبرو ته نه کېني.
نوموړی وایي: «هر انسان خپل غرور لري، په ځانګړې توګه افغانان. دا چې دوحې ته تللي، دوی عادي خلک نه دي. د دولت استازي دي. زما زوی هم په کې دي. دوی د میلیونونو خلکو استازي دي. که زما پر ځای یاست تاسې به څه کوئ. بېرته راشئ. که دوی (طالبان) خبرو ته نه حاضرېږي، نو موږ ولې هلته کېنو او سیل یې وکړو.»
مارشال دوستم په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په دوحه کې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ د سولې خبرې له څو اوونیو په ټپه ولاړې دي. افغان حکومت تور لګوي چې طالبان خبرو ته نه حاضرېږي او پر ځای یې جګړې ته دوام ورکوي.
که څه هم طالبانو څه موده وړاندې بي بي سي ته ویلي وو چې دا خبرې به ډېر ژر بېرته پیل شي، خو تر اوسه یې د بیا پیلېدو کوم څرک نه دی لګېدلی. په ورته مهال د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې هم پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې یو ځل بیا د خبرو بهیر پیل کړي.
نوموړی وایي، ځینې وخت داسې حس کوي چې ولسمشر غني له ده سره توپیري چلن کوي. مارشال عبدالرشید دوستم د ولسمشر محمد اشرف غني په لومړۍ دوره کې د ولسمشرۍ لومړۍ مرستیال و، خو هغه مهال یې هم له ښاغلي غني سره اړیکې ښې نه وې او تر ډېره له صحنې ایستل شوی و.
نوموړي په دې وروستیو کې د افغان حکومت او اوسني نظام په اړه یو ځل بیا خپل دریځ نرم کړی او بیا بیا یې ملاتړ کوي. مارشال دوستم څو ورځې وړاندې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د دې ګواښنې په ځواب کې چې ګواکې ارګ به محاصره کړي، هغه ته خبرداری ورکړ چې دی به د نظام دفاع کوي، او که ګلبدين حکمتیار په زور ارګ ته ننوځي نو د بېرته راوتلو لاره به نه لري.