خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

د ملکیانو د خوندیتوب لپاره هیڅ هم نه دي شوي!

لیکواله: بسینا میدانوال

نن د کب میاشتې په پنځمه (د فبرورۍ په ۲۳مه) په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان کلنی راپور خپور شو. په دغه راپور کې راغلي چې په تیر کال کې څه باندې درې زره ملکیان وژل او څه باندې پځه زره نور ټپیان شوي دي. راپور دا هم وايي چې په ټوله کې د ملکیانو مرګ ژوبلې کچه راټیټه شوې، اما په وروستیو میاشتو کې چې کله د سولې مذاکرات پیل شول،تلفات هم خورا لوړ شول.

دا راپور ښيي چې د ملکیانو تلفاتو اصلي عاملاین طالبان او حکومت دي. که څه هم د داعش په ګډون نورې ډلې هم دملکیانو د مرګ ژوبلې عامل بلل شوي دي، اما په ټوله کې د دغې مرګ ژوبلې مسوولیت افغان حکومت او افغان طالبانو ته اوړي، چې دواړه لوري ځانونه د افغانستان د خلکو استازي معرفي کوي.

د دغه راپور پر اساس لیدل کیږي چې د ملکاینو مرګ ژوبله د هغو لوریو له خوا ډېره کیږي، چې د همدې خاورې او همدې وطن خلک ځانونه ګڼي او د ولس او خلکو د درلودو دعوه لري. که چیرته دغه دوه لوري په رښتیا هم د ولس او خلکو لپاره راپورته شوي وي، نو باید د بې‌ګناه افغانانو په وژلو او زخمي کولو یې زړه وسوځي، اما نه داسې نه ده، بلکې هر څومره چې افغانان زیات ووژني په هماغه اندازه ځان ورته مهم او پیاوړی ښکاري.

که چیرته یاد دواړه لوري سره جوړ راشي او پر یوه ګډ ملي حکومت نتیجې ته ورسیږي، په ډاډ سره ویلی شو چې د افغانستان د ملکانو مرګ ژوبله ۹۹ سلنه ټیټیږي. ټولو ته څرګنده ده چې د جګړې اصلي لوري همدا دوه لوري دي. حکومت او طالبان د جګړې اصلي ماشین چلوي. نورې ډلې او زور واکي هغومره پیاوړي نه دي چې له امله یې بیا د افغانستان خلک اندېښنه ولري او د هغو مهارول خورا اسانه کار دی.

اما ښکاره خبره ده چې په دغه شان تاوتریخوالي نه طالبان دولت رنګولی شي او نه هم دولت  طالبان ماتولی شي، اما دواړه لوري بیا کافي اندازه تلفات اړولی شي. د یوناما راپور د دې خبرې ښکاره ثبوت دیی. د کابل ښار او ولایتونو وروستیو حالاتو څخه ښکاري چې جګړه کې ګټونکی لوری نه دی معلوم، اما تاوتریخوالي د خلکو ژوند تریخ کړی دی او له مبهمې راتلونکې سره یې مخ کړي دي. اصلاً په هیواد کې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره هیڅ کار نه دی شوی او په یو ډول د جنګي لوریو له خوا یرغمل شوی دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق