د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي د افغان سولې بنبست د ماتیدو په هدف د امریکا نوې طرحه د سولې وروستی او خورا مهم فرصت یاد کړی دی. نوموړي رسنیو ته ویلي چې امریکا غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او د همدې هدف لپاره له بیلابیلو لارو هڅه کوي چې هدف تر لاسه شي او بهرني ځواکونه بهر کړي او دغه هیواد دایمي سولې او ثبات ته ورسیږي. هغه ویلي چې که چیرته دا ځل افغان مشران له فرصته استفاده ونه کړي، نو ستونزې به خورا زیاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د افغانستان د سولې لپاره د نویو هڅو لړۍ پیل کړې ده او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپل وروستي سفر په لړ کې له افغان چارواکو او سیاستوالو سره د سولې نوې طرحه شریکه کړې ده. نوموړي په همدې ډول په دوحه له طالبانو سره هم پر یاده طرحه غږیدلی دی چې که وکړای شي د افغانستان ستونزې ته یوه مناسبه حل لار ومومي.
د افغانستان لپاره د امریکا دسولې نوې طرحه که څه هم ظاهراً د ارګ له مخالفت سره مخ شوې ده، اما په ټوله کې افغان سیاستوالو له یادې طرحې ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې دا او یا هر هغه بله طرحه چې د افغانستان د وروستیو شلو کلونو لاسته راوړنې او نظام وساتي، ترې ملاتړ کوي.
په دې طرحه کې د نظام د ساتلو ترڅنګ په قدرت کې د طالبانو ګډول هم شامل دي او تمه کیږي چې که چیرته د افغان جګړې لوري له دې طرحې سره سر وښوروي، نو ممکن د افغانستان په تړاو د بُن کنفرانس ته ورته یو بل نړیوال کنفرانس جوړ شي، څو په کې افغانان پهخپله د راتلونکې په اړه تصمیم ونیسي.
افغانستان له شاوخوا څلور لسیزو راهیسې د جګړو له امله له سختو حالاتو سره مخ دي. په وروستیو کې چې د سولې لپاره کوم فرصت برابر شوی دی، ولس تمه لري چې سیاستوال ترې پوره استفاده وکړي او ژر تر ژره یوې هر اړخیزې هوکړې ته ورسیږي، ترڅو د افغانستان لانجه تر دې خونړې او اوږده نه شي.
افغانانو که څه هم تر دې وړاندې په کراتو د سولې فرصتونه ضایع کړي او تل یې تمرکز د جګړې پر دوام ساتل شوی، اما اړینه ده چې له دې وروسته افغان مشران او د افغانستان د جګړې بهرنی لوبغاړي پر دې مظلوم ولس زړه وخوږوي او پر یوه ګډ جوړښت سره داسې پایلې ته ورسیږی، ترڅو بهرنیو ځواکونو ته له افغانستانه د وتلو موکه برابره شي او افغانان د څه وخت لپاره د ارام ساه واخلي.