د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د شنبې په ورځ په افغانستان کې د ناتو ملکي سفیر ښاغلي استفانو پونته کورو سره کتنه کې د افغانستان د سولې وروستیو پرمختګونو او ننګونو په اړه خبرې کړي دي.
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د سولي پر پروسې او په دغه پروسې کې د راتلونکو قدمونو په باب خبري وشوي او ټینګار وشو چې د افغانستان حکومت او طالبان باید فوري اوربند ته سره ورسیږي. په دې ناسته کې د افغانستان په اړه جوړیدونکو نړیوالو کنفرانسونو په اړه هم خبري شوي او دواړو لوریو ټینګار کړی چې د افغانستان خلک د سولې تږي دي او باید د سولې پروسه چټکه شي.