د افغان سولې په اړه د امریکا له نوې طرحې ځکه ملاتړ کوم چې د نظام پر ساتنه او اساسي قانون ټینګار شوی
که طالبان د اوسني حکومت تر قیادت لاندې نظام سره یوځای کیږي، ښه خبره ده؛ خو که پر بل څه توافق کیږي او افغانانو ته د منلو وړ وي، باید مخالفت یې ونهشي
لیکوال: صفیالله ملاخیل
د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزی د مسکو ناسته د افغان سولې پروسې د چټکتیا لپاره مهم ګام بولي او وايي، چې د لومړي ځل لپاره د جګړې د ښکیلو لوریو ترڅنګ د سیمې هغه هیوادونه چې د افغانستان په قضیه کې مهم ګڼل کیږي، پر یوه میز راټول شول.
حامد کرزی له سپوتنیک سره په مرکه کې ویلي چې د مسکو ناستې اعلامیه د سولې پروسې د چټکتیا لپاره خوار مهمه ده. حامد کرزی وايي: «یوه لاسته راوړنه وه، چې د نړۍ ستر هیوادونه د پاکستان سره او د افغانستان دوه دوست هیوادونه ترکیه او قطر په دې ناسته کې ګډون درلود. دا د افغانستان په اړه د سترو هیوادونو او دوستانو ترمنځ د همکارۍ په معنا ده، چې د افغانستان د سولې او خیر یو ښه اساس دی. بله لاسته راوړنه یې دا ده چې افغانان مسکو ته راشي، له بیلابیلو افکارو، د هیواد له مختلفو شسخصیتونو، د افغانستان د سولې له عالي شورا، د طالبانو د تحریک د مشرانو او غړو په شمول چې سره کینو او یو بل سره وغږیو. درېیمه لاسته راوړنه د جایکا اعلامیه وه.»
نوموړی زیاتوي چې د مسکو او ترکیې ناستې د دوحې له مذاکراتو سره په ټکر کې نه دي، بلکې دغه ډول ناستې د سولې مذاکراتو د چټکتیا او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ګټورې دي او باید ملاتړ یې وشي.
حامد کرزی وايي، چې که طالبان د اوسني حکومت تر چتر لاندې نظام کې ګډون کوي ښه خبره ده؛ خو په وینا یې چې که طالبان بل څه غواړي او د د مذاکراتو په پایله کې هم پر داسې نظام پرېکړه وشوه چې د افغانانو غوښتنې انعکاسوي، نو باید څوک یې مخالفت ونه کړي : «که د طالبانو تحریک حاضر شي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره یوځای شي، یو مشترک حکومت جوړ شي، هغه حکومت که هرڅه نوم ورباندې ږدې، د اوسني حکومت تر قیادت د ولسمشر غني تر قیادت لاندې جوړ شي، موږ پر هغه ډېر خوشحالیږو، کار ډېر اسانیږي؛ خو که د طالبانو تحریک یې قبول نه کړي او بل څه وغواړي او پر هغه باندې د دواړو خواوو ترمنځ توافق وشو او د افغانستان ملت هغه ومانه او د افغانستان د خلکو اراده په کې تمثیل شوي وي، له هغه سره توافق لرو.»
کرزي وايي، سولې په اړه د امریکا په نوې طرحه کې د نظام پر ساتنې او اساسي قانون ټینګار شوی او له همدې امله ترې ملاتړ کوي: «د امریکا طرحه داسې نقطې لري چې د افغانستان پر خیر دی. پر ارزښتونو ټینګار شوی. د افغانستان پر بشري حقونو ټینګار شوی. پر یوه خبلواک، باثباته او د مرکزي حکومت لرونکي حکومت باندې ټینګار شوی. د افغانستان په اوسني اساسي قانون باندې ټینګار شوی، د سولې پر پروسه باندې ټینګار شوی او په اساسي قانون کې د تغییراتو راوستلو لپاره د اساسي قانون کې پر وړاندې شویو لارو تاکید شوی دی.»
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، سره له دې چې په افغانستان کې یې د امریکا پر سیاستونو یې نیوکه لرلې، خو اوس یې چې د سولې لپاره هڅې پیل کړي، ملاتړ یې کوي او هیله لري چې نتیجه ورکړي.
Writer: Safiullah Mulakhail