خبرهای مرتبط

جمع

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

نوی کال او د سولې لپاره راټوکېدلې هیلې!

نږدې نیمه پیړۍ په افغانستان کې جګړه په یوه پلمه او بله پلمه روانه کړل شوې ده؛ خو له څه باندې څلورو لسزو جګړو وروسته د افغانستان د کرغیړنې جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي او دیپلوماتیکې هڅې هم پیل شوي دي، اما دا چې دا هڅې به نتیجه ورکړې یا نه، لا له وخت مخکې ده، خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر څخه سرچینو رسنیو ته ویلي چې له امریکايي لوري سره یې د اورکم یوه نوې طرحه شریکه کړې چې پر اساس یې د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي او خبرې یوې پایلې ته ورسیږي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې مهاله هیڅ ډول اوربند او معنادار اورکم ته غاړه نه ايښوده او دا موضوع یې د بین الافغاني ډیالوګ یوه برخه بلله؛ اما د افغانستان دفاع وزارت وايي چې پسرلني عملیات د سولې خبرو په خاطر نه اعلانوي، خو ټینګار لري چې که طالبانو عملیات پیل کړل او تاوتریخوالی یې زیات کړ، نو له کلک ځواب سره به مخ شي.

خو د ۱۴۰۰ کال له پيل سره هممهاله ګڼو افغانانو په هیواد کې د سولې تامین ته هیله څرګنده کړې. ډیری افغانانو څوارلسوم کال د افغانانو لپاره طلايي کال بللی او تمه لري چې د افغانانو ترمنځ خبرې به ارومرو یوې پایلې ته رسیږي او افغانان به نور د تېرې پیړۍ جنګونه په تېر کې پریږدي او په نوې پیړۍ کې به د سولې او رغونې نوي هیلي لري او نور به د بارودو بوی نه احساسوي او چاودونو غږونه به نه اوري.

د افغانستان جګړه واقعاً نوره چټله او بې معنا شوې ده او د افغانانو ژوند یې هم خورا سخت تریخ کړی دی. دغه جګړه هیڅ توجیه نه لري او له دې وروسته که هر لوری په هره بهانه جګړه ادامه پیدا کوي او بې ګناه افغانان وژل کیږي، په هیڅ صورت د منلو نه دي.

ټول لوري دې نور له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او اجازه دې ورکړي چې نور افغانان په ارامه فضا کې ساه واخلي او ژوند وکړي. افغانان هم د نړۍ د نورو ملتونو په شان په ارامه فضا کې د ژوند کولو حق لري او اجازه باید ورکړل شي چې افغانان په راتلونکې پیړۍ کې د نورو په شان ژوند او پرمختګ وکړي، که داسې نه کیږي، دا به د افغانانو خورا خواره برخه یا قسمت وي چې د تاریخ په دوه پیړیو کې په تشو او بې معنا جنګونو کې ښکیل پاتې کیږي او د پردیو لپاره تورې وهي.  

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق